د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

عبدالله وایي، راتلونکي پنځه کلونه به له کړاوونو ډک وي


د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرایي مشر وایي، راتلونکي پنځه کلونه به په هېواد کې د زیار او کړاو کلونه وي.

عبدالله عبدالله نن( شنبه) په کابل کې د بلخ له قومي مشرانو او سوداګرو سره د لیدو پرمهال وویل، چې په دې موده کې به حکومت خپلې ژمنې په پرله پسې توګه عملي کوي.

نوموړي یوځل بیا ټینګاروکړ، چې له فساد او بې وزلۍ سره مبارزه، د قانون حاکمیت او د خلکو سوکالي به د حکومت عمده کارونه وي.

د افغان حکومت اجرایي مشر عبدالله عبدالله د خپلو ژمنو په عملي کیدو د ټینګار ترڅنګ وایي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې جدي او ستونزمن کارونه په مخ کې لري، چې په زیار سره باید ترسره شي.

ښاغلی عبدالله وایي، چې له فساد سره د مبارزې او په بېلابېلواداروکې د اصلاحاتو ترڅنګ، د خلکو هیلو ته رسیده ګي او د قانون عملي کول هغه کارونه دي، چې حکومت یې په مخ کې لري.

نوموړي، د شنبې په ورځ په کابل کې د بلخ ولایت له قومي مشرانو او سوداګرو سره د لیدو پرمهال وویل، چې د خلکو د هوساینې او ښه ژوند لپاره دې ته اړتیا شته، ولس د حکومت ملاتړ وکړي:

″راتلونکي پنځه کلونه به د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره د کړاو، هڅو او اقداماتو کلونه وي، په دې پنځو کلونو کې باید حکومت ثابته کړي، چې ولس نور په موقت ډول ژوند نه کوي، خلک به نور د خپل هېواد د پریښودو په فکر کې نه وي.″

عبدالله عبدالله په داسې حال کې د موجوده ستونزود هواري او د بې کارۍ او بې وزلۍ په وړاندې د مبارزې خبره کوي، چې ولسمشراشرف غني احمدزي هم په دولتي نظام کې د پراخ بدلون او اصلاحاتو ژمنه کړې ده.

د اصلاحاتو د راوستو لپاره د افغان حکومت نوې هڅې د خلکو له هرکلي سره هم مخ شوي خو د ولس اساسي غوښتنه دا ده، چې دا هڅې باید دوامداره اوسي.

په همدې حال کې د حکومت اجرایي مشرعبدالله عبدالله هم ډاډ ورکوي، چې حکومت به د خلکو د غوښتنو د پوره کولو لپاره جدي کار وکړي، څو د خلکو په ژوند کې بدلون راشي.

عبدالله عبدالله وویل، د خلکو غوښتنې به، چې په بېلابېلو برخوکې دي عملي کړي:

″خلک له موږه عدالت، د قانون عملي کول، خدمت، سالمه اداره، د بې کارۍ له منځه وړل او د خپلو حقونو تامین غواړي، د خلکو د ژوند لپاره مهمه مسله امنیت دی، دغه راز خلک له مونږ نه د ځوانانو د برخه لیک او د ښځو د حقونو خوندیتوب غواړي.″

له قانون نه تیښته، اداري فساد، د موازي ادارو فعالیت، کار اهل کار ته نه سپارل، بې وزلي، بې کاري او د ټولنیز عدالت نه عملي کول هغه عمده ستونزې دي، چې خلک یې د حل غوښتنه کوي.

خلک هم د ملي وحدت حکومت پرله پسې ژمنو خپل ژوند ته هیله من کړي دي.

څیړونکي وایي، ورته ژمنې پخوانیو افغان چارواکو هم کړي، خو ټینګار کوي، چې نوي حکومت ته باید یو څه وخت ورکول شي، څو معلومه شي، چې دا ژمنې څومره عملي کوي.

راپور: اسدالله ″لودین″

XS
SM
MD
LG