په داسې حال کې چې د سوریې د کوباني ښارچارواکې وایې، د دغه ښار په ځینو سیمو کې یې د اسلامي دولت ډلې وسله وال په شاتمبولي، خو یو امریکایې جنرال وایې چې د دغه ښار د سقوط خطرلاهم له منځه نه دی تللی.
په همدې حال کې د ملګروملتونوسرمنشي بان کې مون وایې په کوباني ښارکې د عامه وژنې د مخنیوي لپاره لا ډیرو اقداماتو ته اړتیا شته.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي وایې، هغه څه چې د سوریې د کوباني ښارپه برخه کې مهم دي، دا دی چې د اسلامي دولت ډله هغه ځای غواړي.
دی زیاتوي هرڅومره چې د دغه ښارلپاره د اسلامي دولت د ډلې لیوالتیا ډیریږي، هغومره ځواکونه دې لوري ته ډیروي چې ورسره د کربي په خبره هغه اهداف ډیریږي چې امریکا برید ورباندې کوي.
کربي زیاتوي بیا هم کېدای شي دغه ډله کوباني ونیسي، ځکه د امریکا بریدونه یوازې هوایې دي او د ده په خبره یوازې په هوایې بریدونو یو ښار نه شي ساتل کېدای:
″موږ ټول باید چمتو اوسو چې ښایې نور ښارونه هم سقوط وکړي.
هغوی ترخپلې ولکې لاندې سیمو ډیرول غواړي.
موږ باید دې ته چمتو اوسو چې هغوی د ځمکو د نیولو لپاره هڅې کوي او ښایې د هغو په نیولو بریالي هم شي.″
بل خوا د ملګروملتونو سرمنشي بان کې مون هم ویلي چې د سوریې وضعیت ورته ټکان ورکوونکې دی.
بان کې مون منځني ختیځ ته ترخپل سفر وروسته په نیویارک کې خبري کنفرانس ته د وینا پرمهال یوځل بیا داسې اقداماتو غوښتنه وکړه چې په کوباني کې د عامه وژنو مخه ونیسي.
هغه زیاتوي د سوریې خلک یوازې د داعش د اعمالو له ګواښونو سره مخامخ نه دي بلکه د ده په وینا د سوریې حکومت هم پر ډیرو ملکي سیمو هوایې بریدونه کوي او ان له بیلري بمونو څخه کار اخلي:
″داعش په سوریې کې د بحران یو له عواقبو څخه دی نه دلیل.
داعش به په سوریې کې خپلو ګواښونو ته دوام ورکړي تر هغو چې سیاسي مشران په سوریې کې دغه بحران په جدي اقداماتو او ډاډمنه پروسه حل کړي.″
تردې وړاندې پرون په کوباني کې کرد چارواکو ویلي وو چې د امریکا د هوایې بریدونو په نتیجه کې اوس د دغه ښار یوازې۲۰ فیصده برخه د اسلامي دولت ډلې په واک کې ده. تردې دمخه ویل کېدل چې د اسلامي دولت ډلې د دې ښار ۴۰ فیصده برخه په خپله ولکه کې راوستې ده.
ځیني راپورونه وایې چې؛ امریکایې چارواکو د لومړي ځل لپاره د سوریې کردانوله سیاسي مشرانو سره مخامخ خبرې کړي دي، خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.