د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

واحدي: د یوشمېر ادارو په ارزیابۍ جدي کار روان دی


د افغانستان د جمهوري ریاست مسوولین وایي، د نوې کابینې د جوړیدوپه هدف د یو شمېر ادارو په ارزیابۍ جدي کار روان دی.

د جمهوررییس د ویاند مرستیال فایق واحدي دا خبره د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیوته وکړه او ویې ویل، چې ټول کارونه د ادارې او نظام د ښه والي په خاطرترسره کیږي.

په عین حال کې یو شمېرکارپوهان د اوسني حکومت د نویو کارونو د دوام غوښتنه کوي او وايي چې؛ په دې سره به په هېواد کې د قانون له حاکمیت سره مرسته وشي.

د افغانستان د نوي حکومت د کارله پيله نږدې شل ورځې تیریږي.

په جمهوري ریاست کې چارواکي وايي، په دې موده کې په ځینو مهمومسایلو کارشوی او لاهم دوام لري چې هدف یې د نظام او ادارې ښه والی دی.

د جمهوررییس د ویاند مرستیال فایق واحدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، اوس د ولسمشراو نورو لوړ پوړو چارواکو ډیر تمرکزد ټولو ادارو او وزارتونو په څیړنه او د نوې کابینې په جوړښت دی.

ښاغلی واحدي وايي، هدف د اشخاصو ګمارنه او لرې کول نه، بلکې د ادارې او نظام ښه والی او اصلاح کول دي:

″د افغانستان د جمهوررییس ډېرتاکید په افرادو نه دی. هدف اشخاص نه دي هدف د ادارې ښه والی دی.

هدف د افغانستان خلکوته د نظام د کارښه والی دی. نو له دې امله هره پریکړه چې کیږي د نظام د ښه والي او د حکومتدارۍ د ښه والي په خاطر ده.

په حقیقت کې دا ټول له اداري فساد سره د مبارزې لپاره د افغانانو د تمې او هیلې پوره کول دي.″

په نظام کې اصلاحات، د اصلاحاتو پیژندل،خلکو ته د ښو خدمتونو وړاندې کول، ښه حکومتوالي او له فساد سره مبارزه هغه څه دي چې د ښاغلي واحدي په خبره ولسمشراشرف غني احمدزي له بیلابیلو چارواکو سره په خبرو کې پرې ټینګار کړی دی.

د څرخي پله د زندانیانو د دوسیو څیړنه،د کابل بانک د قضیې بیا پرانیستل، د لویې څارنوالۍ د نظارتي برخې بندول هغه کارونه دي چې د افغانستان اوسني حکومت په دې لنډه موده کې ترسره کړي دي.

اخوا یو شمېرکارپوهان د اوسني حکومت له څو ورځنیو کارونو رضایت څرګندوي خو ټینګارکوي چې د قانون حاکمیت باید د ټولو کارونو په سرکې وي.

حقوقي کارپوه او د پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي ازادۍ راډيو ته وویل، د اوسني حکومت د لا بریالي کیدو لپاره ضروري ده چې د قانون حاکمیت ته کار وشي:

″د قانون پلي کول د قانون له حاکمیته پرته عملي نه ده. نو د دې لپاره له فساد سره مبارزه د ښې حکومتوالۍ ایجاد دا د قانون حاکمیت غواړي.

په تېرو پنځلسو شلو ورځو کې هغه اقدامات چې شوي دي دا د منلو وړ دي.

زه هیله من یم دا مستمر او دوامدار وي سمبولیک حالت ونه لري.

که خدای ناخواسته داسې نه وي د دغه حکومت چانس به ډېرکم وي چې دوام پیدا کړي.″

ستانکزی وايې، د ټولوغوښتل شویو کارونو نتیجه باید په ټاکلي وخت وسپارل شي.

عام خلک هم وايي چې؛ له نوي حکومت ډېرې تمې لري او هیله مندي شته چې د کارونو په پيل کې شوي جدي اقدامات دوام پیدا کړي.

دوی ټينګار کوي چې په دولتي څوکیو باندې باید پاک او وړ کسان وګمارل شي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG