د عراق په پارلمان کې د ایزیدي اقلیت استازې، فیان دخیل وايي چې، هلته د بشري حقونو وضعیت خراب دی او داسلامي دولت په نوم وسله والو د ایزیدیانو د ښځو تښتولو، جنسي تیري او خرڅولو ته دوام ورکړی دی.
دا پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې؛ د عراق د کردانو، مذهبي اقلیتونو او په ځانګړي ډول د ایزیدیانو د ساتنې لپاره اقدام وکړي:
"زه پر هر حکومت غږ کوم چې، د دې خلکو د ژغورنې لپاره یو کار وکړي؛ ځکه وضعیت ډیر خراب دی. یوازې د عراق حکومت حالات نه شي سمولاي."
فیان دخیل د عراق د کردستان په غرنۍ سیمه سنجار کې د اسلامي دولت د وسله والو له خوا د مسیحیانو او نورو اقلیتونو محاصره، قتل عام بللی دی:
"خلک سرپناه نه لري او په لارو کې پراته دي. وضعیت خراب دی او ژمی راروان دی. په عراق کې اورښتونه پيل شوي دي؛ نو حالت لا خرابیږي."
د ایزیدیانو د ټولنې دې استازې پرون (چهارشنبه) له کردستانه په ټلیفوني مرکه کې ازادي راډیو ته وویل؛ د اسلامي دولت وسله والو د عراق مذهبي اقلیتونه لکه مسیحیان او ایزیدیان له خپلو سیمو او کورونو شړلي دي:
"هغوی (د اسلامي دولت وسله والو) د عیسیویانو کورنۍ د هغوی له کورونو او کلیو شړلي؛ خو د هغوی پر ښځو جنسي تیري نه دی شوی. وسله وال یوازې د ایزیدیانو ښځې تښتوي او موږ نه پوهییږو چې ولې؟"
فیان دخیل د عراق د اقلیت ایزیدیانو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو لپاره د هڅو په خاطر؛ سږکال د انا پولیتکو سفکایا معتبره جایزه واخیسته.
دې تیره میاشت د سنجار سیمې ته د مرستې مواد رسول چې؛ هليکوپټر یې سقوط وکړ او زخمي شوه، خو وايي چې، له رغیدو سره سم به بغداد ته ستنیږي او د اسلامي دولت په نوم د وسله والو پر ضد به د مبارزې غږ اوچت ساتي.
د دې په وینا، عراق کې پینځه لکه ایزیدیان اوسي او لږترلږه پينځه ویشت زره ځوانې نجونې او ښځې یې د اسلامي دولت په نوم وسله والو تښتولې دي:
"موږ دقیق نه یو خبر چې، دا ښځې یې چیرته وړې، خو ښايي یو شمیر یې د عراق په هغو زندانونو کې وي چې؛ د اسلامي دولت د وسله والو په لاس کې دي. یو شمیر نورې یې سوریې ته تښتول شوي او په موصول کې یې هم ساتلي دي. پر دې ښځو جنسي تیری کیږي او هره یوه، په یونیم سل ډالره پلورل کیږي."
رپوټونه وايي چې، یو شمېر مسلمانې نجونه په وروستیو کې له غربي هیوادونو، د اسلامي دولت په نوم د وسله والو د ملاتړ لپاره سوریې او عراق کې ته تللې دي.
فیان دخیل له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې؛ هغو ښځو ته چې د اسلامي دولت د وسله والو ملاتړ کوي؛ وویل:
"زه له دې ښځو دا پوښتنه لرم چې؛ که دوی د هغو نجونو پر ځای وای چې تیری ورباندې شوی، څه احساس به یې کاوو؟ زموږ پر لس کلنو، دولس کلونو ماشومانو جنسي تیري کیږي. دا که ستاسې خور وای؟ دا که ستاسې ګاونډۍ واي؛ نو تاسې به څه کړي واي؟"