ترکيې د سوريې د سرحدي ښار کوباني د سقوط او د دې ښار د اسلامي دولت د سخت دريځو لاسونو ته د لوېدلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دې اعمالو د مخنيوي لپاره له نړيوالې ټولنې څخه د سملاسي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
امریکا او نور هیوادونه د سوريې د دې ښار د سقوط او د اسلامي دولت سخت دريځو لاسو ته د لوېدلو په هکله ډېر اندېښمن دي.
واشنګټن، چې هوايي حملو يې ونه کړای شو؛ د سوريې د ښار کوباني پر لور د اسلامي دولت د سخت دريځو مخه ونيسي؛ د هغو ملکي کردانو په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده چې؛ په دې ښار کې پاته کيږي. دا ځکه چې مخکې د اسلامي دولت سخت دريځو د هغو سیمو له خلکو سره چې؛ دوی نيولي دي، ډېر وحشيانه او ظالمانه چلند کړی دی.
پر دې ښار د اسلامي دولت سخت دريځو له خوا د حملو له پيله؛ شا او خوا ۲۰۰ زره کسه له دې ښاره ترکيې ته تښتېدلي دي.
خو یو کرد خبريال وايي، زرګونو نورو کسانو نه غوښتل چې؛ له دې ښاره ووځي او اوس هم په هغه ځای کې ژوند کوی.
د امريکا د دفاع وزارت وايي، په هوايي بريدونو کې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو يې د اسلامي دولت ډلې ډېر جنګي وسايط ويشتلي دي.
د سوريې د بشري حقونو څارونکې ډله؛ چې مرکز يې په لندن کې دی، وايي، په ځينو سیمو کې کردانو وکولی شول؛ چې د اسلامي دولت سخت دريځو حملې پر شا وتمبوي؛ خو هغوی ونه کولی شو، چې دغه ښار ته د دې ډلې د ننوتلو مخه دې ونيسي.
د ترکيې جمهور ریيس رجب طيب اردوغان خبرداری ورکړی چې؛ دا ښار د سقوط په حالت کې دی. د ترکيې پارلمان تېره اوونۍ د دې هيواد حکومت ته اجازه ورکړه چې؛ کولی شي، د اسلامي دولت سخت دريځو پر ضد مداخله وکړي. خو تر اوسه په دې هکله کوم پروګرام نه دی جوړ شوی.
اردوغان د دې ډلې پر ضد د مځکني ځواک د ځای پر ځای کولو ملاتړی دی.
د فرانسې د بهرنيو چارو وزير لاورون فابيوس وايي چې؛ دی او د دې هیواد جمهور ریيس فرانسوا اولاند له خپلو ترکي سيالانو سره په دې هکله خبرې کړي دي؛ تر څو د اسلامي دولت د سخت دريځو پر ضد عکس العمل وڅېړي.
فابيوس د خپل هیواد په پارلمان کې وويل؛ له نورو هيوادونو سره زموږ اړيکې دوام لري:
"موږ له امريکا سره په نيږدې تماس کې يو. امريکا د سوريې په شمال کې ځينې اغېزمن بريدونه کړي دي. ستاسي په ځواب کې باید ووايم چې؛ موږ د خپلو همکاريو له کبله هغه ځواکونه قوي کړي دي چې؛ د اسلامي دولت سخت دريځو پر ضد جګړه کوي. هر هغه څه باید وشي چې، د اسلامي دولت د تروريستانو مخه ونيول شي او پر شا وتمبول شي."
د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي "سټفن ډي ميسټورا" Staffan De Mistura له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې ده چې؛ د کوباني ښار د دفاع لپاره له سرعته کار واخلي.