د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

07.07.1393

د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي د سلګونه کورنیو او بهرنیو میلمنو په حضور کې د وفادارۍ لوړه وکړه.

او همدارنګه د ولسمشر احمدزي دواړو مرستیالانو هر یو عبدالرشید دوستم او سرور دانش هم لوړه وکړه.

08.07.1393

د میاشتو میاشتو انتظار څخه وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ بلاخره امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک شو.

د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون د جمهوررییس احمدزي د ملي امنیت د سلاکارحنیف اتمراوپه کابل کې د امریکا د سفیرجیمزکننګهم له خوا لاسلیک شو.

09.07.1393

د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون له لاسلیکه یوه ورځ وروسته د ولسي جرګې ځینو غړو ویل چې په دې تړون کې کومې ژمنې افغانستان سره شوې وې، باید د کاغذ پرمخ پاتې نه شي او د امریکا متحده ایالات يي په ټولو عمل وکړي.

09.07.1393

د ملي وحدت د حکومت اجرایوي رییس ډاکټرعبدالله عبدالله نن رسمآ خپله دنده پیل کړه.

ولسمشراحمدزي په دې اړه جوړو شویو مراسموکې وویل چې، د حذف سیاست د ده په سیاسي فرهنګ کې نشته بلکې د یوبل منل دده او د ملت غوښتنه ده:

"د حذف سیاست باید زموږ په سیاسي فرهنګ کې ځای ونه لري."

د همپالنې، یو بل منلو او اصلاحاتو سیاست هغه مسایل دي چې زموږ خلک پرې ټول دي.

"دا ملي اجماع به موږ انشالله په کلکه سیاسي اراده بدله کړو ترڅو په ګډه د افغانستان د هریوه ماشوم ، هرې ښځې او بوډۍ هیلې پورې کړو."

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG