د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د ولسمشر اشرف غني د حکومت لومړۍ ١٠٠ ورځې

09.07.1393

ولسمشراشرف غني احمدزي نن د کابل بانک د قضیې د بیا څیړنې لپاره فرمان صادرکړ.

د جمهوري ریاست د چارو د ادارې ویاند جواد ناجي نن ازادۍ راډيو ته وویل، چې په فرمان کې سترې محکمې او لویې څارنوالۍ ته دنده سپارل شوې څو دا قضیه له سره وڅیړي او په اړه یې اسناد راټول کړي.

"د بهرنیو چارو او مالې وزارتونو او د افغانستان بانک ته دنده سپارل شوې څو له دیپلوماتیکو لارو له نورو هېوادونو سره په تماس کې شي او هغو کسانو چې له افغانستانه بهر پیسې وړي، بیرته یې افغانستان ته راوړي."

لویه څارنوالۍ د کابلبانک په قضیه کې د ۱۹ تورنو کسانو د بیا نیولو حکم کړی

د دې ادارې ویاند عبدالبصیرعزیزي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل، اکثریت دا کسان د قاضي القضات په حکم د ضمانت په بدل کې خوشې شوي و، چې ډېرژربه د څارنوالۍ له خوا ونیول شي.

"د کابل پولیس باید سیاسي و نه اوسي"

د افغانستان ولسمشر ټینګار کوي، چې د کابل پولیس باید د شفافو معیارنو او د ظرفیتونو په پام کې نیولو سره په دندو وګمارل شي.

اشرف غني احمدزي د جمعې په ورځ د بریتانیا له صدراعظم سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل؛ چې د کابل پولیس باید سیاسي ونه اوسي او یوازې د امنیت ټینګولو دنده دې پرمخ بوځي.

ولسمشر احمدزي له وسله والو مخالفینو وغوښتل چې جنګ بند کړي

12.07.1393

د افغانستان ولسشمر اشرف غني احمدزي د لوی اختر تر لمانځه وروسته له وسله والو مخالفینو څخه وغوښتل چې؛ جنګ ته دې د پای ټکی کېږدي.

ښاغلي احمدزي وویل، چې په هېواد کې د جګړې د ختمولو لپاره بین الافغاني سولې ته اړتیا ده:

"ټولو سیاسي مخالفینو ته په ښکاره وایم چې؛ جنګ د افغانستان د ستونزو د حل لار نه ده؛ یوه بین الافغاني دوامداره سوله یې د حل یوازنۍ لار ده او دا اړینه ده چې؛ هر سیاسي مخالفت دې له سیاسي لارې حل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG