د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۰

"ولسمشر کرزي د پغمان پیښې د ۵ عاملینو د اعدام حکم لاسلیک کړ"

ولسمشر حامدکرزي په پغمان کې د ډله ییز جنسي تیري او غلا په جرم پنځو کسانو ته د اعدام حکم لاسلیک کړ.

په داسې حال کې چې ولسمشر حامد کرزی دوه ورځې وروسته نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي ته واک سپاري؛ خو په دې تنګ وخت کې یې هم د پغمان د پیښې پنځو عاملینو ته د اعدام حکم لاسلیک کړ.

د ولسمشر حامد کرزي د ویاند مرستیال فایق واحدي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې حامد کرزي د پغمان د پیښې د پنځو عاملینو د اعدام په حکم د همدې ورځې په غرمه لاسلیک وکړ.

ښاغلي واحدي په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي هم په خپله ټویټر پاڼه کې دغه خبر ورکړی؛ خو نور معلومات یې نه دي ورکړي.

له دې مخکې ولسمشر کرزي ویلي وو؛ چې د محکمې د حکم له وروستي کیدو سره سم به د دغو کسانو اعدام لاسلیک کړي.

څه موده وړاندې استیناف محکمې د پغمان د پیښې پنځو عاملینو ته د اعدام او دوه نورو ته د کافي شواهدو د نه موجودیت له امله د شل شل کاله بند سزا واوروله.

معلومه نه ده، چې دغه کسان په څه وخت او په څه ډول اعدام شي؛ خو له دې وړاندې خلکو ددې کسانو د علني اعدام غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم د پغمان پيښې عاملینو ته د قانون له مخې د سزا غوښتنه وکړه.

د دغه کمیسیون و یاند رفیع الله بیدار آزادي راډیوته په دې اړه داسې وویل:

"کومه جزا چې په قوانینو کې پیش بیني شوي وي او د دغه جزا پروړاندې هغه باید ورته ورکړای شي؛ جزا لومړۍ باید د یو قانوني او عدلي جریان په ترڅ کې دوی ته ورکړل شي."

ښاغلي بیدار دغه پیښه یو جنایت وباله او د دې پیښې د ټولو عاملینو د نیولو او هغوی ته د جزا ورکولو غوښتنه وکړه.

بیدار زیاته کړه، چې د دغې قضیې د دواړو خواوو هم عاملینو او هم متضررینو حقونه باید په پام کې ونیول شي او د یوې عادلانه محکمې له مخې د دې پیښې عاملینوته سزا ورکړل شي، او تطبیق د دغه جزا هم باید قانوني بڼه ولري.

د اسد میاشتۍ په وروستۍ شپه یو شمیر کسانو د پولیسو له یونیفورم نه په استفادې د پغمان په ده عربانو کې وسله واله غلا وکړه او د یوې کورنۍ په څو ښځو یې ډله ییز جنسي تیری هم وکړ.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG