د شاوخوا دیرشو هیوادونو او سازمانو مشرانو او استازو د دوشنبې په ورځ په پاریس کي غونډه وکړه، ترڅو په عراق کې د اسلامي دولت د وسله والو پرضد جګړې لپاره د عراق له حکومت سره مناسبې پوځي مرستې وکړي.
د شاوخوا دېرشو هېوادونو مشرانو او استازو د سپټمبر په پنځلسمه د پاریس د غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه او وایي چې، د اسلامي دولت د ډلې پر ضد عمل یوه عاجله مساله ده. دوی په دې اړه زیاتې څرګندونې نه دي کړي چې؛ څه ډول پوځي مرستې به عراق ته ورکوي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر "لارینټ فابیوس" د غونډې په پای کې وویل؛ ډېر ژر به په "بحرین" کې یو بل کنفرانس جوړ شي چې؛ اسلامي دولت ډلې ته د مالي مرستو د مخنیوي پر لارو چارو بحث وشي.
فابیوس د اسلامي دولت د وسله والوپر ضد جګړه اوږده وبلله او ویي ویل:
"که موږ غواړو چې، د دغو تروریستانو پر ضد یو؛ زموږ جګړه به اغیزناکه وي؛ دا به ډير وخت ونیسي، دا یوه اوږده پروسه ده او په دې توګه دا عمل باید نړیوال وي."
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز وویل؛ نړېواله ټوله باید د اسلامي دولت ډلې سره د بهرنیو جنګیالیو د یو ځای کېدو مخه ونیسي.
د عراق جمهور رییس "فواد معصوم" له دې مخکې غونډې ته ویلي وو؛ د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد چټکه او دوام داره هوایي بمباري اړینه ده. ده خبرداری ورکړی و چې، دا ډله ممکن نورې سیمې هم ونیسي او په یوه ستر ګواښ به بدل شي.
فرانسې د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد کمپاین د ملاتړ په مقصد د دوشنبې په ورځ د عراق په فضا کې اکتشافي الوتنې پیل کړې.
د دوی الوتکې په عربي متحده اماراتو کې له یوې اډې څخه د دې هېواد او عراق په رضایت الوتنې پیل کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم د پاریس په غونډه کې ګډون وکړ. ده له دې مخکې د منځنې ختیځ هېوادونو ته سفر کړی و او د خلیج لسو عربي هېوادونو ورسره ژمنه کړې ده چې؛ د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد به په نړیوال اتیلاف کې برخه اخلي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د پاریس له غونډې وروسته خبریالانو ته د خبرو پرمهال د ایران د ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي په دې خبرې اعتراض وکړ؛ چې وایي، تهران د امریکا د متحده ایالاتو دا غوښتنه رد کړې چې؛ ایران دې په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد همکاري وکړي.
د امریکا پوځ د اګست میاشتې راهیسې د عراق له حکومت سره د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد جګړو کې هوایي مرسته کوي.
بریتانیا هم په قبرس کې له خپلې سیمه ییزې اډې څخه د عراق په فضا کې اکتشافي او د څار الوتنې کوي؛ خو د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد یې تر اوسه بمباري نه ده کړې.
تراوسه یوازې فرانسې د امریکا تر څنګ د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد هوایي بمباریو کې برخه اخیستي ده.
په عین حال کې د ناټو عمومي منشي "انډریس فوګ راسموسن" په بروکسیل کې له دندې څخه د مخه ښي وینا کې؛ د دوشنبې په ورځ وویل؛ دا سازمان باید د آزادۍ بخښونکې قوت په توګ غښتلی ودریږي او د پوځي قوې د استعمال لپاره باید چمتو وي.
ده زیاته کړه، ناټو ممکن د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد د پوځي عمل په تنظیمولو کې مرسته وکړي. ده دا هم وویل، د تروریستانو دې ډلې ته کوم سیاسي حل نه شې موندل کیدای.
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د سپټمبر په لسمه ویلي وو؛ چې واشنګټن به په عراق او سوریه کې د وسله والو پر هدفونو هوایي بریدونه زیات کړي او یو نړیوال ایتلاف به جوړ کړي؛ ترڅو د اسلامي دولت ډله په تدریج سره کمزوري او بالاخره له منځه یوړل شي.