د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۰۰

حامد کرزی د شنګهای په غونډه کې د تروریزم پر ضد د ګډې مبازې غوښتونکی شو

د افغانستان جمهورريس کرزي نن د شنګای د همکاريو سازمان په غونډه کې تروريزم او افراطيت د ټولې سيمې لپاره ستونزه وبلله او غوښتنه يې وکړه چې د دې ستونزو پرخلاف بايد په ګډه مبازره وشي.

د شنګهای د همکاريو د سازمان غونډه پرون د تاجکستان په مرکز دوشنبې کې پيل شوه. افغانستان د څارونکي په توګه په دې غونډه کې برخه اخلي.

د افغانستان جمهورريس حامد کرزي د تروريزم او افراطيت د مخنيوي لپاره د دې سازمان د غړيو ترمنځ د همکارۍ غوښتنه وکړه.

جمهورريس، چې نن يي په دې غونډه کې خبرې وکړې، وويل د تروريزم او افراطيت ريښې له افغانستانه دباندې دي او د بهرني سياست ترنامه لاندې له تروريزمه ګټه اخيستل د هيچا په ګټه نه ده.

د افغانستان جمهوري رياست د جمهورريس د خبرو په هکله نن يوه اعلاميه خپره کړې ده چې؛ له مخې يې ولسمشر وايي، افغانستان تيار دی چې د شنګهای د همکاريو د سازمان غړيو هېوادونو سره د تروريزم پرضد په مبارزه کې بشپړه برخه واخلي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG