د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

نور: د رایو د ابطال پروسه به راتلونکی دوشنبې پیل شي


ویاند نورمحمد نورد جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې تردې مهاله له 63 فیصدو څخه ډیر صندقونه تفتیش شوي دي.
ویاند نورمحمد نورد جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې تردې مهاله له 63 فیصدو څخه ډیر صندقونه تفتیش شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي چې؛ د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو 63عشاریه پنځه فیصده رایې تراوسه تفتیش شوي دي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نورد جمعې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل،چې ټاکل شوې د رایو د ابطال پروسه هم د دوشنبې په ورځ پیل شي.

نوموړی وایي چې؛ د رایو د تفتیش بهیرد کورنیو او نړېوال څارونکو په وړاندې په شفاف ډول مخ ته ځي.

سره له دې چې د رایو د تفتیش بهیرله پیله تر اوسه څوځله د بېلابېلو لاملونو له مخې ځنډیدلی، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، چې ممکن دا پروسه تر راتلونکو دوو اونیو پورې پای ته ورسیږي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نورد جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې تردې مهاله له 63 فیصدو څخه ډیر صندقونه تفتیش شوي دي.

ښاغلي نوروویل، چې د پروسې له پیله تر اوسه څوارلس زره پنځه سوه شپاړس صندقونه بیا څیړل شوي دي:

″ټول هغه صندقونه چې د بهیرله پیله تردې مهاله بیا څیړل شوي شمېر يې څوارلس زره پنځه سوه شپاړس صندقونونو ته رسیږي، چې دا په حقیقت کې 63 عشاریه پنځه فیصده صندقونه تشکیلوي.″

ښاغلي نور وویل، چې د شپږ زره خاصو صندوقونو څخه یې هم تراوسه ۴۲۴ صندوقونه تفتیش کړي دي.

په عین حال کې د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو استازیو هم ازادي راډيو ته وویل، چې د تفتیش بهیرپه نورمال ډول پرمخ ځي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، چې تر اوسه پنځه زره اوه سوه 82 چیک لیسټونه پروسیس او دوه زره اوه سوه 11 چیک لسټونه ارشیف شوي دي.

ښاغلي نور وویل، چې ټاکل شوې د راتلونکي اونۍ د دوشنبې په ورځ د رایو د باطلیدو پروسه هم پیل شي:

″احتمالآ د دوشنبې په ورځ به د انتخاباتو خپلواک کمیسیون په علني ډول به جلسې ولري او دا چې کومې رايې د اعتماد وړ دي او کومې رایې باید باطلې شي په دې اړه به پریکړه وکړي.″

نوموړي همدارنګه ټينګار وکړ، چې د انتخاباتو خپلواک کمسیون هیله مند دی چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د رایو د تفتیش پروسه ترراتلونکو دوو اونیو پوري پای ته ورسوي.

تردې مخکې افغان ولسمشرحامد کرزي هم ویلي چې د جمهوري ریاست د دویم دورانتخاباتو نتیجې باید د اګست تر پایه اعلان شي.

خو د دواړو کاندیدانو د څارونکو ترمنځ موجوده اختلافاتو او لفظي شخړو ته په کتو داسې نه ښکاري، چې د تفتیش پروسه دې په خپل وخت یعنې د اګست میاشتې تر وروستیو پورې بشپړه شي.

راپور:ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG