د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

ګډ کمیسیون د ملي یووالي حکومت پر جوړیدو خبرې پيل کړې


د دواړو کاندیدانو له استازیو څخه جوړ ګډ کمیسیون د چهارشنبې په ورځ د ملي یووالي حکومت د جوړېدو پر څرنګوالي خبرې پیل کړې.

د اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیمونو ګډ کاري کمیسیون ته د ملي وحدت نوم ورکړل شوی دی.

د تحول او تداوم ټیم یوه ویاند فیض الله ذکي د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم له ویاند سید اقا فاضل سانچارکي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل؛ د ملي وحدت کمیسیون به د ملي یووالي د حکومت پر جوړولو خبرې وکړي؛

"دندې یې دا دي چې، د یوې توافقنامې مسوده به جوړوي؛ څو د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو څرنګوالې په کې واضح شي. همداراز به کمیسیون د مهالویش په جوړېدو هم موافقې ته ورسیږي. په دې به هم بحث وکړو چې؛ څه وخت موږ خپلې خبرې پای ته ورسوو او د توافقنامې مسوده د خپلو انتخاباتي ټیمونو مشرانو ته وسپارو."

د ښاغلي ذکي په خبره د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو لپاره د موافقتنامې د جوړولو تر څنګ به د انتخاباتو د نتیجې اعلان او د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو ته د نیټې پر ټاکلو بحث د دغه کمیسیون له نورو اصلي اجنډاو څخه وي.

د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ویاند سیداقا فاضل سانچارکي هم د یاد کمیسیون له جوړېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، د دې لپاره چې د سیاسي موافقو د روښانه کولو لپاره ګډو خبرو ته اړتیا وه دا کمیسیون جوړ شوی دی:

"د دې لپاره چې د سیاسي موافقو جزییات روښانه شي. خلک، کاندیدان او د هغوی ټیمونه د خپلو دندو یو روښانه تعریف او تصویر ولري، یو ګډ کمیسیون جوړ شو چې، نوم یې وحدت ملي تعین شوی دی. دا به انشالله ښه نتیجه ورکړي او د دې لامل به شي چې په افغانستان کې د ملي یووالي زمینې برابرې شي."

سانچارکي وايي، هیله مندي شته چې دواړه ټیمونه په خپلو کې موافقې ته ورسیږي او بیا د خبرو نتیجې او د ملي یووالي د حکومت د جوړېدو پر څرنګوالي رامنځته شوې موافقتنامه دواړو کاندیدانو ته وسپارل شي.

سانچارکي زیاتوي، د ملي وحدت کمیسیون به په څو کاري ډلو کې فعالیت وکړي او هره ورځ به اته تر لس ساعته کار وکړي.

له بلې خوا ځینې عام خلک په دې باور دي چې؛ د ملي یووالي لپاره د داسې ګډو کاري ټیمونو جوړېدل اغیزمن تمامیږي او باید چې دواړه کاندیدان په خپلو کې موافقې ته ورسیږي څو خلک له ستونزو خلاص شي.

"۱- زما نوم عتیق الرحمن دی. دوی ته په کار ده چې دواړه روغه وکړي. هغوی ته دې هم څوکۍ ورکړي دوی دې هم څوکۍ واخلي. دا به ورته ښه وي.

۲- نوم مې عبدالصبور دی. سهولت نشته. خلک در په در دي. که ډاکټرعبدالله دی او که اشرف غني دی اتفاق دې وکړي چې؛ مسلمانانو ته سهولت برابر شي."

کارپوهان وايي د جمهوري ریاست کاندیدان او د هغوی ټیمونه باید د خپلو ژمنو له مخې عمل وکړي او د ګډو کاري ټیمونو نتیجې ومني.

نړیوالې ټولنې او امریکا متحده ایالتونو هم د ملي یووالي د حکومت پر سر د کاري ټیمونو له جوړېدو هرکلی کړی.

دوی دواړه کاندیدان هڅولي چې، د افغانستان شته ستونزو ته د پای ټکی کیږدي او د انتخاباتو لانجمنه پروسه په بریالیتوب پای ته ورسوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG