د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۶

امریکايي الوتکو پر داعش ډلې څلور نورې حملې کړي

د امریکا پوځ وایي، د عراق په شمال کې پر اسلامي سخت دریځو یې څلور نورې هوایي حملې کړي دي.

د امریکا مرکزي قومندانۍ وویل، جنګي جت او بې پیلوټه الوتکود شنبې په ورځ دوه زغروالې وسیلې او یوه لارۍ چې سینجار ښار ته نژدې یې د یزیدي اقلیت مذهبي فرقې پر پیروانو ډزې کولې؛ له منځه یووړې.

دا د اګست له اومې نیټې راهیسې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما په عراق کې هوایي حملو ته اجازه ورکړه؛ دریم ځل دی چې د امریکا پوځ د اسلامي دولت پروسله والو حملې کوي.

په مخکینیو بریدونو کې د اسلامي دولت هغه ځواکونو په نښه شوي وو؛ چې د کوردانو ایربل ښار ته یې ګواښ متوجه کړی و.

پنټاګون پرون د ورځې په ورستیو کې وویل چې؛ امریکایي پوځي الوتکو د دریم ځل لپاره هغو په زرګونو ملکي وګړو ته له هوا خوراکي مواد او اوبه غورځولي چې؛ یوه اونۍ مخکې د افراطي سوني مسلمانانو له خوا د سینجارله نیول کیدو وروسته غرنیو سیمو ته تښتیدلي دي.

الوتکو شاوخوا ۱۴ زره لیتره اوبه د ډوډۍ څه باندې ۱۶ زره کڅوړې غورځولي دي.

په عین حال کې بریتانیا هم کډوالو ته له هوا څخه د خوراکي موادو غورځول پیل کړل.

د بریتانیا د پراختیایي چارو وزرات د یکشنبې په ورځ وویل چې؛ دوه بریتانوي الوتکې د سینجار سیمې ته استول شوي؛ چې کډوالو ته بشري مرستې ورسوي.

فرانسې هم اعلان وکړ چې، کډوالو ته به بشري مرستې ورسوي.

د امریکا ولسمشربارک اوباما د شنبې په ورځ وویل چې؛ د اسلامي دولت د وسله والوپرسنګرونو به د امریکایي ځواکونو بمباري دوام ومومي؛ ترڅو د عراق په شمال کې د امریکایي تاسیساتوپرسونل او کډوال خوندي کړي.

په عین حال کې د عراق لپاره د ملګروملتونو د ماشومانو د ژغورنې د صندوق یونیسف ویاند کریم ایلکوراني وویل، لږترلږه ۵۶ یزیدي ماشومان د سینجار د غره په لمنو کې د اوبو د کمښت له امله مړه شوي دي.

بریتانوي چارواکي اټکل کوي چې تر۱۵۰ زره کسان به د غره په ډډو کې بند پاتې وي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG