د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

نور: د رایو د تفتیش د کاري ټیمونه د ډيرېدو په هڅه کې یو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وایې هڅه کوي د رایو د تفتیش کاري ټیمونه ډير او دا پروسه ګړندی کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور وایې، چې د رایو د تفتیش پیل شوي پروسه په نورمال ډول پرمخ ځي خو د دې کمیسیون د طرزالعمل په خلاف په ورځ کې له زرو کم د رایو پاڼو صندوقونه څیړل کیږي.

نور وایي، چې د رایو د باطلیدو کړن لاره هم نهایي شوې او دواړو کاندیدانو موافقه پرې کړې ده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وایې، هڅه کوي چې د رایو پاڼو د تفتیش ټیمونو شمېردرې سوو ته لوړ کړي او په دې سره د رایو بیا څیړنه په شلو ورځو کې بشپړه کړي.

د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې له دې وروسته به د تفتیش بهیرله ستونزو سره نه مخ کیږي او دا بهیربه په نورمال حالت مخ ته ځي:

″موږ په دوه مواردو کې کار کوو لومړی دا چې دا پروسه پڅه روانه ده او سرعت یې باید زیات شي د دې ترڅنګ که پروسه په همدې ډول په مخ ولاړه شي نو موږ به نوي ټیمونه د دغې دوه شفټونو سره یو ځای کړو.

په دې معنا چې په هرشفټ کې به یو نیم سل ټیمونه یعنې په مجموع کې په دواړه شفټونو کې درې سوه ټیمونه کار وکړي.″

د ښاغلي نورپه وینا د کمیسییون تخنیکي ټيمونو د دوشنبې په ورځ د رایو ۶۴۵صندقونه تفتیش کړای شول، دا په داسې حال کې ده چې د دوی طرزالعمل له مخې هره ورځ باید زرصندوقونه تفتیش شي.

نوموړی وایې چې؛ د پروسې د پیل راهیسې ۲۱۷۷د رایې پاڼې صندوقونه څیړل شوي چې د ټولو رایو نهه اعشاریه پنځه فیصده کیږي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي وایې، چې د ۲۲۸۲۸ رایو پاڼو صندوقونو له جملې څخه د دوه دیرش ولایتونو ۲۱۰۶۳ صندوقونه د دې کمیسیون مرکزي دفترته راوړل شوي دي.

په ورته وخت کې د دې کمیسیون ویاند نورمحمد نور وایې، د رایو د باطلیدو او صندوقونو قرنطین کیدو په اړه هم لایحه بشپړه شوي او دا پروسه په نورمال ډول له کومې ستونزې پرته په مخ ځي:

″هغه چک لسټ چې دواړه کاندیدان پرې هم نظره دي بشپړ شوې ده او په همدې ډول هغه پروسجر چې د رایو د باطلیدو په اړه ده هم وروستی شوې ده او د همدې دواړو سندونو له مخې چې هم کاندیدانو او هم د انتخاباتو خپواک کمیسیون منلي دي او په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو وړاندې شوي طرحه د تفتیش بهیر په مخ تللی او ولاړ به شي.″

خو د اصلاحاتو او همپالنې انتخاباتي ډله انتقاد کوي او وایې، چې رایو د باطلیدو د لایحې په اړه لا پریکړه نه ده شوې او ښایي د شنبې تر ورځې دا لایحه بشپړه شي.

د دې انتخاباتي ټیم د څارونکو د ډلې مشرفضل احمد معنوي ازادۍ راډیو ته وویل، د رایو د باطلیدو د لایحې په اړه اختلافات شته چې دا ډیرکله د تفتیش پروسې د پرمختګ مخه نیسي.

خو د تحول او تداوم ټیم وایې، چې د رایو پیل شوي پروسه د ملګرو ملتونو د وړاندې شوي طرزالعمل مطابق ده او په دې لایحه کې د نورو فرمایشاتو د منل کیدوځای نه ده پاتې شوی.

XS
SM
MD
LG