د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۳۶

امریکا او ملګرو ملتونو په غزه کې د اوربند ماتول غندلي دي

د امریکا حکومت او د ملګرو ملتونو سازمان د اسراییلو او حماس تر منځ د اوربند ماتول په کلکه غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حماس ډلې دغه برید چې په نتیجه کې یې دوه اسرایلي سرتیري وژل شوي او یو یې برمته شوی په کلکه وغنده.

جان کري وايي، په دغه برید سره حماس هغه ضمانت ته چې د اوربند د رعایتولو په اړه یې امریکا او ملګرو ملتونو ته ورکړی وو؛ سپکاوی کړی.

نوموړي له حماس ډلې وغوښتل چې؛ پرته له قید او شرطه برمته شوی اسراییلي سرتیری خوشې کړي.

جان کري چې له هند څخه د امریکې په لوري روان و؛ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له خوا په یوه اعلامیه کې وویل چې؛ متحده ایالات دغه برید په کلکو ټکو غندي او زیاتوي چې که چیرې دغه برید دواړو لورو ته نوره مرګه ژوبله هم واړوي؛ نو د ده په وینا، یو ناورین به رامنځته شي.

ملګرو ملتونو هم دغه برید چې د فلسطیني چارواکو په خبره ۵۳ فلسطینیان په کې وژل شوي، په کلکه غندلی دی.

د دغه سازمان ویاند "سټیفن دویاریک" وویل:

"د ملګرو ملتونو عمومي منشي د حماس له لوري د سرغړونې او د دوه اړخیزه اوربند توافق ماتول چې د بشري اړتیاوو د برابرولو په هدف شوی و؛ په سختو الفاظو غندي. دغې پیښې نوموړي ته ټکان ورکړی او هغه یې خواشینی کړی دی."

د ملګرو ملتونو سرمنشي دغه راز د اسراییلي سرتیري د ژر تر ژره خوشېي کېدو غوښتنه کړې ده.

اسراییلو او حماس د امریکا او ملګرو ملتونو په منځګړیتوب دغه دوه اویا ساعته اوربند د بشري اړتیاوو د پوره کولو او د مذاکراتو لپاره د زمینې د جوړولو په هدف اعلان کړی و؛ خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال "جیفري فیلډمن" د دغه اوربند تر ماتولو وروسته ویلي؛ د مصر په منځګړیتوب د مذاکراتو تعقیبول کمزوري ښکاري.

د غزې او اسرایلو تر منځ په وروستیو بریدونو کې څه باندي ۱۵۰۰ فلسطینیان چې ډیری یې ملکي وګړي دي او ۶۳ اسراییلي سرتیري وژل شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG