د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم د وسلوالې ډلې له خوا د عراق او سوریې په ځینو برخو کې د اسلامي خلافت اعلان په منځني ختیځ کې جدي امنیتي اندیښنې راپیدا کړي دي.
د عراق یو پوځي چارواکې د دې خلافت اعلان د سیمي او نړۍ لپاره د خطر پیغام بللې دی.
د اردن پاچا عبدالله د نویو سیمه ییزو ګواښونو په وړاندې له خپل هېواد سره د نړېوالو مرستو غوښتنه کړې.
د اسراییلو صدراعظم بینیامین نتنیاهوهم د اسلامي سخت دریځۍ په وړاندې د اردن پرملاتړ ټینګار کړی دی.
بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې له خوا د اسلامي خلافت اعلان یو بې معنی اقدام دی.
په داسې حال کې چې د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم وسلوالې ډلې د عراق او سوریې په هغو سیمو کې چې د دوی تر ولکې لاندې دي د اسلامي خلافت اعلان کړی او په عراق کې کړکېچ دوام لري، د عراق یو پوځي چارواکې د دې خلافت اعلان د سیمي او نړۍ لپاره ګواښ بللی دی.
د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې″داعش″د یکشنبې په ورځ د سوریې له حلبه د عراق تر دیاله پورې سیمه کې چې دا ډله پرې واکمنه ده اسلامي خلافت اعلان کړ.
دې ډلې په یوه خپره کړې ویډیو کې خپل مشرابوبکر البغدادي په ټوله نړۍ کې د مسلمانو خلیفه بللی دی.
تردې اعلان وروسته د عراق امنیتي ځواکونو، د دې سني وسلوالو څخه د تکریت د ښارد بیا نیولو لپاره تازه عملیات پیل کړي، چې راپورونه وايي د ښارپه څنډو کې د دواړو خواوو ترمنځ تودې نښتې روانې دي.
د فرانسې خبري اژانس د عراق د یو پوځي چارواکې له خولې وايي، چې ځواکونو یې د تکریت په څنډو کې ځیني سیمې نیولي دي. عیني شاهدانو بیا په سیمه کې د هوايي بمباریو پخلی کړی دی.
له القاعده شبکې څخه جلا شوې د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې د دې میاشتې په لومړیو کې د تکریت ښا ونیوه او د عراق په شمال او لویدیځ کې د نورو سیمو په خوا وړاندې ولاړل.
د قسیم عطا په نوم د عراق د پوځ یو ویاند د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د داعیش له لوري د اسلامي خلافت اعلان سیمې او نړۍ ته دا پیغام استوي چې دا ډله د ټولو هېوادونو لپاره یو ګواښ دی.
په عین حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي ویلي، د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې له خوا د اسلامي خلافت اعلان یو بې معنی اقدام دی:
″دا اعلان د سوریې او عراق د خلکو لپاره هیڅ معنی نه لري، دا یوازې د دې ډلې د ريښتیني طبیعت څرګندونه کوي، چې غواړي د ویرې په خپرولو پرخلکو واکمني وکړي.″
دا په داسې حال کې ده چې د اردن پاچا عبدالله د سیمې د امنیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.
نوموړي پرون د ناامنیو په وړاندې د مقابلې لپاره له اردن سره د نړېوالو مرستو غوښتنه وکړه.
عبدالله وویل، دا مهمه ده چې نړېواله ټولنه د نویو سیمه ییزو امنیتي ستونزو په وړاندې د اردن ننګه وکړي.
تردې یوه ورځ مخکې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهوهم له نړېوالې ټولنې غوښتي وو، چې د اسلامي بنسټپالنې په وړاندې مبارزه کې دې د اردن ملاتړ وکړي.
نتنیاهو چې هېواد یې په ۱۹۹۴ کې له اردن سره د سولې یو تړون لاسلیک کړی ویلي، دا زموږ په ګټه ده څو په اردن کې د داسې یو رژیم موجودیت باوري کړو چې منځ لاری وي او له ځانه د دفاع توان ولري.