د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

یوشمېر ښځینه معلولیني وايي، د کارموندنې په برخه کې مرسته نه راسره کیږي


په کابل کې یو شمېر ښځینه معلولینې وايي، چې د دوی په نامه مرستې کېږي خو دوی ته یې ډیره لږه ګټه رسیږي.

دوی له حکومت او اړوندو موسسو نه غواړي چې؛ د دوی د کاري وړتیا د لوړولو لپاره دې ورته د حرفوي زده کړو مرکزونه جوړ کړي.

له بلې خوا د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وايي، دوی په مرکزاو ولایتونو کې د معلولینو لپاره د حرفوي زده کړو په برخه کې ۳۳ مرکزونه لري او څلویښت فیصده زده کوونکې ښځینه معلولیني دي.

په کابل کې یو شمېر معلولې میرمنې له بې کارۍ سرټکوي او وايي، چې تر اوسه چا ورسره د کارموندنې په برخه کې مرسته نه ده کړې.

دوی وايي، د معلولیت او بې کارۍ له امله ورسره په کوراو ټولنه کې سم چلند نه کېږي او که کار ورته پیدا شي نو په کورکې به هم لږ قدر پیدا کړي.

دوه تنو ښځینه معلولینو ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

″زما نوم شریفه ده، یوه معلوله میرمن یم باید مرسته راسره وشي چې معلولیت لرونکې میرمنې په خپلو پښو ودریږي، د کارپیدا کولو په برخه کې کمک وشي چې؛ په خپله ځانته کار وکړي او یوه ګوله حلاله ډوډۍ ځانته پیداکړي.

ټولو زما څخه کرکه کوله ویل یې چې ته معیوبه یې واده ته به یې نه بیولم، په مړي او ژوندي کې به یې نه خبرولم ویل به یې چې ته معلولیت لري کرار کور کې کېنه، کله چې د سواد اموزۍ کورسونه ته ولاړم یو څه مو زده کړل، پوه شوم چې معلولین هم حق لري.″

دغه معلولې میرمنې وايي، دوی د کورنیو د اوږو بار دي او د نارینه معلولینو په پرتله له ډيرې ستونزې ګالي.

دوی له حکومت او مرستندویه موسسو نه غواړي، چې د یومسلک د زده کولو په برخه کې دې دوی سره مرسته وکړي ترهغه چې د نورو له احتیاجه خلاص شي.

په کابل کې ښځینه معلولینو ته د حکومت له خوا ځانګړي شوي روزنیزمرکزونه د ګوتو په شماردي او په ځینو برخو کې یو شمېر معلولو میرمنو چې ښه مالي توان لري د نورو لپاره په خپل شخصي لګښت حرفه ای مرکزونه جوړ کړي دي.

زر بیګم سروري له همدې ډلې یوه ده چې؛ په خپلو مالي امکاناتو یې نورو معلولو میرمنو ته د دینې زده کړو او خیاطۍ د زده کولو زمینه برابره کړې:

"اوس مهال زما په دفتر کې ۲۵۰ تنه معلولیت لرونکې او بې وسه میرمنې کار کوي، چې په دیني برخه زده کړې کوي او همدا رنګه خیاطي برخه کې هم زده کړې کوي او هم کار کوي.

تر اوسه مې له خپل جیبه مصرف کړي، په نهرین کې مې یو جریب ځمکه خرڅه کړې ده او پیسې مې دلته مصرف کړي، دا دروغ ده چې دولت موږ ته کار برابر کړی، د کابل په سطحه زه د یوې ټولنې رییسه یم، د کمک غوښتنه مې کړې خو هیچا راسره مرسته نه ده کړې."

میرمن سروري وایي، څو ځلي حکومت او هغو نورو موسسو ته ورغلې چې د معلولینو په نامه له نړېوالې ټولنې او نورو مرستندویه ادارو پیسې اخلي، خو د معلولینو لپاره یې دوی سره هیڅ مرسته نه ده کړې.

خو د کاراو ټولنیزو چارو وزارت ویاند علي افتخاري ازادۍ راډیو ته وویل، د معلولینو د ظرفیت لوړولو لپاره په ټول هېواد کې 33 مرکزونه فعال دي او ښځينه معلولینې ته په دغو مرکزونو کې لومړیتوب ورکول کېږي:

"د کار او ټولنیزو چارو وزارت یو ځانګړي پروګرام دا دی چې د معلولینو د ظرفیت لوړولو په برخه کې فني او حرفوي زده کړو مرکزونو جوړ کړي.

دغه وزارت اوس مهال په مرکز او ولایتونو د حرفه یي زده کړو لپاره شاوخوا ۳۳ فعال مرکزونه لري، چې په هر پروګرام کې څلویښت سلنه برخه معلولیت لرونکو ښځو ته ځانګړې شوې او ښځینه معلولینې د لومړیتوب حق لري. "

له بلې خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د معلولینو لپاره جوړشوي روزنیز مرکزونه کافي نه بولي او وايي، چې د ښځینه معلولینو بشري حقونه ته پام نه کېږي.

ددغه کمیسیون د کابل سیمه ییز دفترد معلولینو د ملاتړ څانګې مسوول محمد اسعد ساپي په دې اړه وايي:

"کوم مرکزونه چې اوس مهال په هېواد کې د معلولینو ښځو لپاره کار کوي، ډیر لږ دي ځکه چې په هغه اندازه چې په افغانستان کې معلولې ښځې ستونزې لري دغه مرکزونه کافي نه دي او له بلې کله چې په یوې کورنۍ کې یو خور او لور معلولیت لري هلته د کورنۍ برخورد له دوی سره سالم او انساني برخورد نه دی په اکثرو کورنیو کې، په ځینو کورنیو کې ښايي سالم او انساني برخورد وشي، دوی اصلا په خپل نوم نه یادیږي دوی د ګوډ،ړوند شل او نور بیلابیلو نومونو یادیږي"

د چارواکوپه وینا له حکومت سره شاوخوا یوسل او نهه زره معلولین ثبت دي چې دیرش سلنه یې ښځینه معلولین جوړوي او د معلولینود حقوقو او امتیازاتو د قانون له مخې ورسره مرسته کېږي.

خو د نړېوالو بنسټونو د سروې له مخې په افغانستان کې څه باندې اووه لکه معلول کسان شته دي چې شاوخوا 40 فیصده یې میرمنې دي.

راپور: محمدویس صمیم

XS
SM
MD
LG