د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

دواړو کاندیدانو هیله وښوده چې؛ انتخابات له درغلیه پرته ترسره شي


د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو دواړو کاندیدانو هیله وښوده چې انتخابات له درغلیه پرته ترسره او د خلکو رایو ته احترام وشي.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله له رايي ورکولو وروسته له رسنیو سره په خبرو کې له حکومته، امنیتي ادارو او انتخاباتي کمیسیونونو وغوښتل، چې خلکو ته د رايي ورکولو زمینه برابره کړي او خپلو دندو ناوړه ګټه پورته نه کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو دواړو کاندیدانو د رايي اچونې پروسې په شفافیت ټینګار وکړ او له اړونده ادارو یې وغوښتل، چې په دې پروسه کې بې طرفه پاتي شي.

اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله چې یو به یې د هېواد راتلونکی ولسمشر وي په خپله هم د رایې ورکولو مرکزونو ته ولاړل او خپلې رایه یې وکارولې.

اشرف غني احمدزي د کابل په حبیبي لیسې کې له رايي ورکولو وروسته د انتخاباتو خپلواک کمیسیونه وغوښتل چې د ولس انتخاب ته درناوی وکړي:

″اې د انتخاباتو کارکونکو! نن ستاسې په لاسونو کې یو ملي امانت دی دا امانت وساتئ او په دې امانت کې خیانت د ولس سره خیانت دی.

د ولس اراده ټینګه ده او نو لطفا هغه کار چې خدای او قانون در سپارلی هغه عملي کړئ او خلکو ته امکان ورکړئ چې په ازاده خپله رایه ورکړي.″

هغه د خلکو نه هم وغوښتل چې په انتخاباتو کې د ګډون او د دغې پروسې په نظارت سره دا ډیموکراټیک بهیر پیاوړي کړي.

د جمهوري ریاست بل کاندید عبدالله عبدالله هم هیله وښوده چې؛ انتخاباتو په شفافه توګه ترسره شي او له حکومته یې وغوښتل چې د درغلیو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي:

″د افغانستان حکومت او ټول مسولین دې د درغلی مخنیوی ته خاصه پاملرنه وکړي ځکه چې د درغلی څخه پاک انتخابات د ټولو افغانانو په ګټه دي.

زه د خپل ځان لپاره یوه هم تقلبي رایه نه غواړم او په همدې ډول له نورو هم هیله کوم او په ورته وخت کې له امنیتي ارګانونو غواړم چې په انتخاباتو کې مداخله ونه کړي.″


ښاغلي عبدالله د کابل په استقلال لیسه کې خپله رايي وکاروله او له خلکو یې وغوښتل چې په ډاډه زړه د رايي اچونې په پروسه کې ګډون وکړي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وړاندې ویلي و چې د لومړي دور انتخاباتو له تجربو یې ډیر څه زده کړي او دوهم دور انتخابات به په شفافه توګه ترسره کړي.

د دغه کمیسیون په خبره انتخابات د نږدې درې لکه کورنیو او بهرنیو څارونکو له خوا څارل کیږي او دوی به هیچا ته د درغلیو اجازه ورنکړي.
XS
SM
MD
LG