د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

نادري: په ځینو برخو کې، کمپاینونه په مثبته توګه پرمخ نه دي وړل شوي


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه« فیفا» وایي، د جمهوري ریاست په دوهم دورانتخاباتي کمپاینونو کې، د کاندیدانو دفترونو، په ځینو برخو کې کمپاینونه په مثبته توګه پرمخ نه دي وړي.

په عین وخت کې د دغې موسسې چارو کې، د جمهوري ریاست له کاندیدانو وغوښتل چې؛ د انتخاباتو د پروسې د سکومت دوره دې په پام کې ونیسي او د رایو ورکولو په ورځ دې، د ځان په ګټه له کمپاین کولو ډډه وکړي.

منفي کمپاینونه، له دولتي امکاناتو څخه ګټه اخیستل، د قومي ادبیاتو کارول، امنیتي ګواښونه هغه څه دي چې، د جمهوري ریاست د دوهم دور په کمپاینونو کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې په تازه راپور کې، په ګوته کړي دي.

د دې موسسې چارواکو د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوې خبري ناسته کې، د کمپاینونو په اړه د خپلو موندنو نتایج اعلان کړل.

د دې موسسې مشرنادر نادري، سره له دې چې د جمهوري ریاست د دوهم دورکمپاینونه بریالي بولي خو وايي چې، د کاندیدانو دفترونو په ځینو برخو کې، کمپاینونه په مثبته توګه پرمخ نه دي وړي:

″په خواشینی سره په کمپاینونو کې منفي خبرې شوي دي.

هغه اصول چې کمپاین ورته ضرورت لري یعنې پر پروګرامونو او د کمپاین په مثبتو اړخونو خبرې وشي، دا اړخ په کې کمزوری و.″


نادري وايي، د کمپاینونو پر مهال ولیدل شو چې، کله کله کاندیدانو د یو بل په شخصي او خصوصي ځانګړتیاوو هم خبرې وکړې.

ده له کاندیدانو وغوښتل، چې د انتخاباتو د پروسې د سکوت دوره دې رعایت او د رايي اچونې په ورځ دې له کمپاینونو ډډه وکړي.

د سکوت دوره له رايي اچونې اته څلویښت ساعته وړاندې پیلیږي او کاندیدان په دې دوره کې د کمپاین حق نه لري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه په داسې حال کې د انتخاباتو د دوهم دور کمپاینونو، ځیني منفي اړخونه په ګوته کوي چې د دې کاندیدانو پلویانو په ځینو غونډو کې یو بل سپک کړي او له سیاسي ادبیاتو لرې خبرې یي کړي دي.

د افغانستان د ازاد اوعادلانه انتخاباتو موسسې د تازه راپور په هکله تر اوسه د جمهوري ریاست د دواړو کاندیدانو ټیمونو تبصره نه ده کړې.
راپور: خان محمد ″سیند″
XS
SM
MD
LG