د سه شنبې په ورځ د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ په مرکز کې لوی درستيز د جوړې شوې امنيتي غونډې برخوالو ته وويل چې؛ د اردو سرتېري به يې د جوزا مياشتې د ۲۴ نېټې ټاکنو امنيت په بشپړ ډول خوندي کوي او د هېڅ يو کانديد په نفع به کار نه کوي.
د لوی پکتيا په مرکز ګردېز کې د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ په انګړ کې د اردو سرتېرو ته جوړه شوې غونډه کې د دفاع وزارت لوی درستيز شېرمحمد کريمي وويل؛ چې د اردو سرتېري به يې د ټاکنې لپاره يوازې زمينه برابروي.
ده په خپلو خبرو کې د ولسمشر کرزي د فرمان په اړه د اردو سرتېرو ته خبرې وکړې او ترې ويې غوښتل چې؛ د هېڅ مشخص کانديد په ګټه به په ټاکنو کې د کار زمينه سازي او کمپاين نه کوي.
ده وويل، چې ولسمشر د دې فرمان له لارې دوی ته حکم کوي چې يوازې خلکو ته زمينه سازي وکړي چې؛ په څلرويشتم د جوزا خپله اراده تمثيل کړي او هېچا سره داسې برخورد ونه کړي چې؛ د اردو بې پرېتوب تر پوښتنې لاندې راولي.
”دا فرمان مشخصاً د امنيتي ځواکونو په اړه دی، په دې کې ولسمشر حکم کوي چې امنيتي ځواکونه بايد امنيت وساتي او خلکو ته زمينه برابره کړي چې د ټاکنو په ورځ په ټاکنو کې برخه واخلي او نور هېڅ ډول برخورد د خلکو سره ونه کړي او نه د مشخص کانديد په ګټه کار وکړي. “
ده دا هم وويل چې دوی به د ټاکنو د امنيت د خوندې کولو لپاره جدي ګامونه واخلي او کلکه مبارزه به وکړي.
د نوموړي په خبره چې د اردو سرتېري به په ټولو سيمو کې پرته د امنيت د سمبالښت نه په نورو ټاکنيزو مسلو کې لاسوهنه نه کوي.
کريمي دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې په پکتيا کې يو شمېر د ولسي جرګې، مشرانو جرګې، ولايتي شورا وکيلان او ځينې قومي مخور د اردو ځواکونه په دې تورنوي چې په تېر ځل ټاکنو کې يې ځينو کسانو د مشخصو کانديدانو په ګټه کار کړی وو او دا ځل هم دوی د مشخص کانديد په ګټه د کار وېره ترې لري.
راپور: داود تپان - پکتيا