د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۵

د خوږياڼو د درېيو ولسوالیو قومي مشرانو له اشرف غني نه ملاتړ اعلان کړ


د ننګرهار د خوږیاڼو د درې ولسوالیو قومي مشرانو د شنبې په ورځ په جلال اباد کې د یوې درنې غونډې په ترڅ کې د ولسمشرۍ په دویم پړاو ټاکنو کې خپل ملاتړ له ډاکټر اشرف غني احمدزی نه اعلان کړ.

په دې غونډه کې دخوږیاڼو درېیو ولسوالیو په لسګونو قومي مشرانو برخه اخیستې وه، چې يو شمېر مخورو مشرانو په خپلو خبرو کې وویل، چې په اوسنيو شرایطو کې اشرف غني احمدزی د هېواد لپاره وړ کس دی.

دوی وویل، چې په دې ډاډ من دي، چې د اشرف غني احمدزی په بریالیتوب سره به په هېواد کې د ناخوالو ټغر ټول شي په دې اړه د یاد قوم څو تنو مخورو فاروق میړنۍ او ملک حسن کمالزي خبرې اورو:

"ډاکټر صیب اشرف غني د راتلوونکي لپاره ښه ملي او پراخه پلان لري، نو په همدې خاطر نن د خوږياڼو قوم مشرانو د اشرف غني په ملاتړ دا غونډه رابللې.

ملک حسن: موږ دا اوسنۍ خبرې هم د تعصب په چوکاټ کې نه کوو، موږ غواړو، چې د ملي یووالي په خاطر، چې افغان قوم له ناخوالو څخه وژغورل شي دا پریکړه کوو″


د غونډې په وروستۍ برخه کې د خوږیاڼو قوم له خوا یو پریکړه لیک هم اعلان شو، چې د نورو مادو ترڅنګ په کې ویل شوي وو، د خوږیاڼو قوم په قاطع اکثریت سره خپل ملاتړ له اشرف غني احمدزي نه اعلان کړ:

″د خوږیاڼو قوم نن ددې غونډې پریکړه لیک اعلانوو، چې دې قوم په غوڅ اکثریت سره خپل ملاتړ محمد اشرف غني نه اعلانوي، دویمه خبره دا، چې موږ د خوږیاڼو قوم د خپلې خاورې ځمکنۍ بشپړتیا نه دفاع کوو او دارنګه پر نورو هېوادوالو هم غږ کوو، چې په ټاکنو کې په پارخه کچه ګډون وکړي او رایه وکاروي."

که څه هم له یوې خوا د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، بل خوا د ولسمشرۍ دویم پړاو ټاکنو لپاره انتخاباتي کمپاینونو هم زور اخیستی، چې ټاکل شوې ده له ټاکنو پوره څلرویشت ساعته وړاندې دا لړۍ پای ته رسیږي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG