د ننګرهار د ولایتي شورا وکیل او د خوګياڼو قومي مشر جاویدزمان د يوې لويې غونډې په جوړیدو سره په دویم پړاو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزی نه ملاتړ اعلان کړ.
دغه غونډه، چې د جلال اباد ښارپه پنج ستاره هوټل کې جوړه شوې وه، د ختیځو ولایتونو په سلګونو قومي مشرانو په کې برخه اخیستې وه.
جاوید زمان وویل، ده د خپلو پلویانو په مشوره دا پریکړه کړې او په ټول زون کې به د ډاکټر اشرف غني احمدزی په ملاتړ نورې غونډې هم جوړې کړي،ترڅو نر او ښځې په ټاکنو کې برخه واخلي:
"نن د ختیځو ولایتونو په زرګونو پلویانو سره یو ځای،چې ډيره برخه يې قومي مخور دي،له ډاکټر اشرف غني نه موملاتړ اعلان کړ او دا زموږ عمومي غونډه وه،له دې وروسته په هره ولسوالۍ کې موږ لویې غونډې جوړو،چې خلک په ټاکنو کې برخه واخلي"
بل خوا یادې غونډې ته ورغلو قومي مخورو وویل،چې دوی د کوم تعصب له مخې دا پریکړه نه ده کړې،بلکې د ښه راتلوونکي افغانستان په خاطر يې د جاوید زمان په مشری په یو غږ له اشرف غني احمدزی نه ملاتړ اعلانوي:
"ملک حسن،موږ نه چا سره تعصب لرو او نه بل څه ستونزه موږ ټولو په ګډه مشوره باندې دا فیصله وکړه،چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د ولسمشرۍ چوکۍ ته وړ کس دی او موږ به ورته خپله رایه ورکوو.
د کونړ قومي مخور: موږ د ډاکټر صیب برنامه لیدلې،ځکه موږ دا پریکړه کړې او دا درته په ډاډ وایم،چې موږته د هیڅ تمه نه ده راکړل شوې،یوازې تمه چې موږ يې لرو هغه د روښآنه افغانستان ده"
په ورته وخت کې د سرخرود ولسوالۍ په مرکز کې هم د اشرف غني احمدزی په پلوی غونډه جوړه شوې وه،چې شاوخوا دوه زره خلکو په کې برخه اخیستې وه.
دغه غونډه،چې د سرخرود ولسوالۍ قومي مشرانو او دیني علماو په ګډه جوړه کړې وه،په خپلو خبرو کې وویل،چې دوی به په پراخه کچه په ټاکنو کې به برخه اخلي او اشرف غني احمدزی ته به خپله رایه ورکوي:
" د سرخرود ولسوالی قومی مشر: موږ نن د ډاکټر اشرف غني احمدزی ملاتړ په خاطر راټول شوي یو،د احمدزی لاسونه په وینو ککړ نه دي او نړیوال شخصیت دی، نو موږ او تاسو نارینه او زنانه د جوزا په څلرویشتم صندقونو ته به ځو او رایه به ورکوو.
زه د یوه دینی عالم په حیث افتخار کوم، چې داسې وړ کس مې غوره کړی دی او دا زموږ مسولیت دی،چې باید وړ کس ته رايه ورکړو"
په ننګرهار کې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین مسول نصرت ارسلا د غونډې له ګډونوالو مننه وکړه،چې له اشرف غني احمدزی نه يې ملاتړ وکړ.
نوموړي په خپلو خبرو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله پر کمپاینرانو غږ وکړ،چې د سپکو او سپورو ویلو پرځای دې ورسره د ورورګلوی په فضا کې سیاسي رقابت وکړي:
"زه له همدي ځای نه پر مخالف ټیم غږ کوم،چې راځي د په ورورګلوی خپل سیاسي رقابت وکړئ،خو سپکې سپورې مه وایه او مهمه مسله دا،چې د جعل کاری مخه ونیسی،خلک پوهیږي،چې د ننګرهاریانو په زړو کې څوک دی،هر ځای که ښاروي، که کوڅه وي او که کلی خلکو د اشرف غني عکسونه لګولي دا د خلکو په زړو کې ځای لري"
که څه هم د لومړي پړاو ټاکنو لپاره د کمپاین ډيری غونډې په مرکز کې نیول کیدې،ولې داځل په ولسوالیو کې هم کمپایني غونډې جوړې شوې،چې د سرخرود ولسوالۍ يې ښه بېلګه ده.
ټاکل شوې ده،چې د دویم پړاو تاکنو لپاره د ولسمشریزو نوماندانو ترمنځ د کمپاینونو لړۍ له ټاکنو یوه ورځ وړاندې د جوزا په څلرویشتمه وتړل شي او د جوزا په څلرویشتمه نېټه به دویم پړاو ټاکنې ترسره شي.
ننګرهار ـ شاه محمود شینواری