د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

په سوریه کې د ولسمشرۍ انتخابات پیل شوي دي

په سوريه کې ولسمشريزې ټاکنې روانې دي. دا ټاکنې نن په ټوله سوريه کې په هغو سيمو کې تر سره شوې چې؛ د دولت تر کنترول لاندې دي. تمه کيږي چې دا ټاکنې به بشارالاسد ګټي او انتقاد کوونکو دا ټاکنې تش په نامه انتخابات بللي دي.

په سوريه کې ننني انتخابات د درې کالو کورنۍ جګړې په ترڅ کې تر سره کيږي. د مدني حقونو پلويان وايي چې؛ په دې جګړه کې تقريباً ۱۶۰۰۰۰ کسان وژل شوي دي چې؛ په کې درې برخې يې ملکي کسان وو. دا په څلوېښتو کلونو کې د سوريې لومړي انتخابات دي چې؛ په کې ډېرو کانديدانو برخه اخيستې ده.

د دولت مخالف ګوندونه غربي او سيمه ییزو ملاتړيو، لکه امريکا، برتانيې، فرانسې، سعودي عرب او ترکيې دا انتخابات يوه خندوونکې ډرامه بولي.

د وینې ټاکنې:

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي؛ د سوريې دننه سياسي مخالفين په دې ټاکنو کې برخه نه اخلي او په دې هېواد کې ځيني نور فعالين بيا دا انتخابات د وينو د ټاکنو په نامه يادوي چې؛ اشاره يې په هيواد کې ډېر مرګ ژوبلې ته ده.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، دا انتخابات يوازې په هغو سيمو کې تر سره کيږي چې؛ د دولت تر کنټرول لاندې دي. د سوريې ډېره شمالي او ختيځه سيمه د ياغيانو تر کنټرول لاندې ده.

له سوريې څخه دباندې د دې هېواد په زرګونو مهاجرينو خپلې رايې وکارولې. په سوريه کې تقريباً ۲.۷ مليونه وګړو په دې انتخاباتو کې له برخې اخيستلو څخه ډډه وکړه.

د سوريې يوې اوسېدونکې "سهيلا المحمد" له رايې ورکلو وروسته د رويټرز خبري اژانس ته ويلي دي:

"ما په دې رايې ورکړه، چې موږ پخوا امنيت او خونديتوب درلود. سوريه د نړۍ مور ده او د خدای په رضا به بېرته خپل پخواني وخت ته راوګرځي. سوريه به د هر هغه چا چې ورته يې ستونزې جوړې کړې وې؛ په مخ کې به پياوړې شي."

اسد د دريم ځل لپاره د ولسمشرۍ د اووه کلنې دورې لپاره کانديد دی. خو د ده رقيبان مهر حجار او حسن النوري دواړه مخکې له دې چې؛ ځانونه کانديد کړي، ډېر نه وو پېژندل شوي.

د انتخاباتو لپاره د سوريې په مرکز دمشق کې ټينګ امنيت نيول شوی ده. ځواکونو د موټرانو تلاشي کوله او له خلکو يې د پېژندنې لپاره اسناد غوښتل.

د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي؛ د سوريې د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې؛ په دې هېواد کې دننه او دباندي، ۱۵.۸ میليونه خلک د رايې ورکلو قانوني حق لري.

په سوريه کې د انتخاباتو لپاره ۹۶۰۰ د رايې ورکولو مرکزونه جوړ شوي دي. ټاکل شوې وه چې، ټاکنې نن ماښام پر ۷ بجو پای ته ورسيږي. خو دې وزارت ويلي دي چې؛ د انتخاباتو وخت به پنځه ساعته نور وغځول شي؛ که ډېر خلک رایې ورکولو ته راووځي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG