د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۹

پښتون: د خوستوالو ملاتړ د اشرف غني د بریالیتوب زیری دی


نجیب الله الوخېل

د خوست ولایت د بیلابیلو قومونو یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو، روڼ اندو او ځوانانو د یوې غونډې له لارې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشری نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماندی نه ملاتړ اعلان کړ.

د غونډې ګډونوالو ویل، چې د دې سیمې د اوسیدونکو د ټولنیز ژوندانه ښه کولو ته په تېرو دیارلسو کالونو کې لازمه پاملرنه نه ده شوې او هېواد هم تر اوسه په سیاسي او امنیتي کړکیچ کې ښکیل دی، نو د دې حالت څخه د ژغورنې او هېواد د پرمختګ له پاره يې تصمیم نیولی چې د اشرف غني احمدزي په ګټه به خپلې رايې کاروي.

یاده غونډه چې د پنجشنبې په ورځ د جرګو په تالار کې د شاوخوا دوه زره خوستوالو په ګډون جوړه شوې وه، ویناوالو ویل، چې په راتلونکو ټاکنو کې به پراخه برخه اخلي او د ګواښونو پرواء به ونه ساتي.

عارف الله پښتون مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې غونډې په تړاو وویل، چې په دې کې د قومونو مشران، دیني عالمان، روڼ اندي او ځايي خلک راغونډ شوي او ټول په یو غږ د جوزا د ۲۴ مې په تاکنو کې د ولسمشری نوماند ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلانوي او دا به د ده د بریالیتوب یو زیری وي:

"د خوست ټول قومونه او ولسونه، ځوانان، علماء کرام، جهادي شخصیتونه، روشنفکران او دا ټول په یوه غږ په دویم پړاو کې د ډاکټر صیب اشرف غني احمدزي په غوڅ اکثریت ملاتړ اعلان کړو، چې که خدای کول دا ملاتړ به د ډاکټر صیب د کامیابۍ یو زیرۍ وي."

رمضان کوچي وویل، چې په تېرو دیارلسو کالونو کې د افغانستان کوچیانو ته پوره پاملرنه نه ده شوې، نو ځکه اشرف غني په ملاتړ رایه کاروي چې کوچیان او ټول افغانان د احتیاجۍ او مجبوریتونو خلاص شي:

"خوست میشتي کوچیان ټول دا غوښتنه او د خدای نه دا هیله او امید لري، په دې باندې ټول موافق دي او ټولو په دې باندې اتفاق او اتحاد کړی ده، چې موږ به په راتلونکو انتخاباتو کې د ډاکټر صیب اشرف غني نه مکمل ملاتړ او حمایت کوو، دا یوه ملي وجیبه ده چې باید موږه يې په ګډه سرته ورسوو، ځکه که دا ونکړو، دا تېر دیارلس کاله موږ ته پاملرنه ونشوه، که وشول چې د ډاکټر صیب په کامیابۍ د افغانستان خلک او کوچي قوم د احتیاجۍ خلاص کړي."

د خوست د ځوانو مدني بنسټونو فعال عبدالولي واحدزي وویل، چې د خپل راتلونکې او د ملت د نجات له پاره د هېڅ ډول ګواښ او تهدید پرواء ونه ساتي او په راتلونکو ټاکنو کې به د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه رایې وکاروي:

"د خوست ولسونه، د خوست ځوانان، د خوست علماء او د خوست زنانه ټول دې ته اماده دي، چې په دویم پړاو انتخاباتو کې په پراخه پیمانه ګډون وکړي او په لکونو رایه استعمال کړي، هر ډول تهدید او ګواښ ته به سینه سپر کوي او د خپل راتلونکې او د ملت د نجات له پاره به د ډاکټر صیب اشرف غني په ګټه رایه کاروي."

د یادونې وړ ده د خوست یو شمېر اوسیدونکي داسې مهال د ډاکټر اشرف غني احمدزي د نوماندی خپل ملاتړ اعلانوي، چې په دویم پړاو انتخاباتو ته په نږدې کیدو د ولسمشری د دواړو نوماندانو انتخاباتي ډلې هڅه کوي، چې د قومونو، ګوندونو او سیاسي ډلو او پیژندل شویو شخصیتونو ملاتړ ترلاسه کړي.
XS
SM
MD
LG