اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، د تقريباً ټولو رايو له شمېرل کېدو وروسته، د مصرد پوځ پخواني مشر د ۹۲ په سل کې رايې وړي دي.
د پخواني مارشال عبدلفتاح السيسي د انتخاباتي کمپاين ډلې ويلي دي چې؛ ده ۲۳.۳۸ میليونه رايې وړي دي. تقريباً يو میليون رايې باطلې اعلان شوې وې.
د سيسي ګټل هيڅ کله په شک کې نه وو، خو ده دا هيله درلوده چې تردې به ډېر خلک رايې ورکولو ته راووځي.
ده غوښتل د دې انتخاباتو له لارې د ده له خوا په تېر جولای کې ترسره شوې کودتا مشروعيت ومومي.
ده د مصر لومړي په ازاده توګه ټاکل شوی ولسمشراسلامپاله محمد مرسي د کودتا له لارې له خپلې دندې ګوښه کړی وو.
د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، د سيسي د انتخاباتي کمپاين ټيم ويلي دي، چې ۴۴ په سل کې خلکو په دې ټاکنو کې ګډون کړی دی.
دا په داسي حال کې چې انتخاباتو ته درې ورځې ټاکل شوي وې.
اسوشيېټډ پريس خبري اژانس د انتقاد کوونکو له خولې وايي، خلکو له دې انتخاباتو سره په دې علاقه نه ده څرګنده کړې چې پخپله د سسي د ملاتړيو له خوا د بې اعتنايي اظهار کېدی. دا په دې مانا چې دده ګټل له مخکې باوري وو.
نور بيا وايي، چې په ټاکنو کې لږ ګډون له سسي څخه د خلکو نارضايت ښيي.
دا ناراضايت نه يوازې د ده د اسلامپاله مخالفينو له خوا دی بلکه عموماً د هغو خلکو له خوا هم دی چې فکر کوي سيسي د مصر لپاره هيڅ جدي پلان نه لري او دا هېواد به بيرته د هغه زور واکي پر خوا روان کړي چې حسنې مبارک روان کړی وو.
په امريکا کې د ډيموکراسي انټرنېشنل په نامه د مصرد انتخاباتو څارنه کوله. د دې ادارې کارکوونکي جورنلند ازادۍ راډيو ته وويل:
″د انتخاباتو تر درې ورځو غځولو پورې په خپله د دې هېواد د انتخاباتو پر خپلواک کميسيون، د دولت پر بې طرفي او د مصر د ټاکنو پر استحکام پوښتنې راپورته کړې.″
صباحي چې د سيسي يوازينی مخالف کانديد وو، د انتخاباتو د درې ورځو لپاره تمديدول يې غندلي دي او ويلي يې دي چې دا کار د خلکو د ارادې د تحريفولو لپاره شوی دی.
د اسوشيېټډ پريس خبري اژانس وايي، د اسلامپالو سره هغه خلکو هم چې د ۲۰۱۱م په پاڅون کې چې په پايله کې يې د حسنې مبارک حکومت چپه شو، له دې ټاکنو ډډه وکړه او يا يې د صباحي ملاتړ وکړ.