د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

نور: امنیتي ارګانونه دې د نویو انتخاباتي محلونو امنیت ټینګ کړي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د هېواد له امنیتي ارګانونو غواړي چې؛ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د نویو انتخاباتي محلونو امنیت ټینګ کړي.

د دې کمیسیون ویاند له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، چې په دې اړه پرون د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د امنیتي ځواکونو د چارواکو ترمنځ په غونډه کې خبرې وشوې.

په همدې حال کې د انتخاباتو امنیتي کمیسیون وايي، امنیتي ځواکونه د رای ورکولو د نویو محلونو د امنیت خوندي کولو ته چمتو دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د انتخاباتو د دوهم پړاو د ترسره کولو لپاره د تیاریو په ترڅ کې غواړي ځان ډاډه کړي چې د هېواد امنیتي ځواکونه د رايي ورکولو د سلګونو نویو محلونو د امنیت د خوندي کولو لپاره چمتو دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د روانۍ اونۍ په پیل کې اعلان وکړ، چې د انتخاباتو د دوهم پړاو لپاره به د رايي ورکولو څه باندې څلور زره نوي محلونه رامنځته شي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، له نویو هغو سره به د رايي ورکولو د ټولو محلونو شمېره 24 زرو ته لوړه شي.

د دې کمیسیون ویاند وايي، له امنیتي چارواکو سره په پرونۍ غونډه کې د انتخاباتو د دوهم پړاو د امنیت په اړه بحث وشو.

نورمحمد نور ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نویو محلونو لېست جوړ شوی خو دوی یې د امنیت ډاډ غواړي:

″یوه مساله دا ده چې امنیتي ارګانونه باید هڅه وکړي چې د دې نویو محلونو امنیت ونیسي.

دا دوامداره بحث ته اړتیا لري او عملا کار پرې روان دی.
زموږ غوښتنه دا ده چې امنیتي ارګانونه ډاډ راکړي چې دا محلونه کومه ستونزه نلري او امنیت یې نیول شوی دی.″


ښاغلي نور وویل، د نویو محلونو د جوړولو هدف د رايي ورکوونکو لپاره د زیاتې اسانتیا رامنځ ته کول دي.

په همدې حال کې د انتخاباتو امنیتي کمیسیون وايي، چې افغان امنیتي ځواکونه د رايي ورکولو د ټولو محلونو د امنیت نیولو ته چمتو دي.

د دې کمیسیون مشر جنرال سالم احساس له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړ:

″کوم محلونه چې د ټول هېواد په کچه زیات شوي، امنیتي ارګانونه مکلف دي چې امنیت یې ونیسي.

موږ د دې لپاره عام او تامه تیاري لرو، د خپلو وسله والو قواوو پر توان مطمئن یو او د خلکو حمایت او همکاري راسره ده.

موږ اماده یو د دې محلونو امنیت چې زیات شوي دي ونیسو.″


د افغانستان خلکو د وري په ۱۶مه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړ او افغان امنیتي ځواکونه د انتخاباتو د ډاډمن امنیت د ټینګولو په خاطر د افغانانو او نړیوالو له ستاینې سره مخامخ شول.

ټاکل شوې چې د انتخاباتو دوهم پړاو د دوو مخکښو کاندیدانو عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمینځ د غبرګولي یا جوزا په ۲۴ مه نېټه ترسره شي.
XS
SM
MD
LG