د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۵۰

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ټول شکایتونه وڅیړل

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو ټول شکایتونه وڅیړل.

خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند چې کله تیر ماښام په کابل کې خبرې غونډې ته خبرې کولې دا یې ونه ویل، چې څومره رایي باطلې شوې دي او د کوم کاندید ډيرې رایي باطلې شوې دي. نادر محسني وویل:

″له دې سره علاقه نه لرو چې پوه شو چې څومره رایيو ته بیرته اعتبار ورکول کیږي او څومره راییو ته اعتبار نه ورکول کیږي.

دا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون دنده ده چې کومې رایي باطلې کوي هغه باطلې کړي او له سیستمه یې لرې کړي او هغې رایي چې سمې ګڼي هغو ته اعتبار ورکړي″


د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادۍ راډیو ته وویل، که د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له لورې مخکې دوی ته معلومات ورکړل شوی وای نو نتیجه به هرومرو په خپل وخت اعلان شوې وه، خو اوس که چیرته د باطلو شویو راییو اندازه ډیره نه وي بیا هم ممکنه ده چې نن د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دا رایي وڅیړي او له ټاکلي جدول سره سم د ولسمشرۍ د انتخاباتو رسمي نتیجه اعلان کړي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند نادر محسني د دوی د کمیسیون له لورې د شکایتونو د ځنډیدو د علت په اړه وویل:

″یو له هغو دلایلو چې موږ یوه ورځ تر ټاکلي جدول وروسته نتیجه اعلانوو دا ده چې شکایتونه ډیر وو او همداراز موږ غوښتل چې شویو شکایتونو ته ډیر دقت وکړو″

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د اپریل په پنځمه د ولسمشرۍ د انتخاباتو ابتدایي نتیجې اعلان کړې وې چې د هغو له مخې عبدالله عبدالله تر ټولو کاندیدانو مخکې و او څه کم درې میلیونه رایي خپلې کړې وې.

په ده پسې د اشرف غني احمدزي رایي ډیرې وې چې څه باندې دوه میلیونه رایي یې لرلې، خو د دې نتیجې له اعلان راوروسته د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون شاوخوا دوه زره شکایتونه څیړلې دي، چې د انتخاباتو د کمیسیون د چارواکو په وینا په دغو شکایتونو کې نژدې نیمایي داسې دي چې د انتخاباتو پر نتیجو اغیز کوي.

یو شمېر کاندیدانو په وروستیو کې ځیني شکایتونه کړې دي خو د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، چې د مې تر اوومې راوروسته شکایتونه له قانوني مرحلې وروسته شوې دي، نو له دغو شکایتونو څخه دوی په خپلو پریکړو کې د یوه معلوماتي سرچینې په حیث استفاده کړې ده او هغوی یې په هغه ډله شکایتونو کې نه دې حساب کړې چې څيړل کیږي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG