د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

نور: د انتخاباتو وروستی پایلې به په خپل وخت اعلان شي


که څه هم د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د خپلو څیړنو نتایج د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته نه دي سپارلي خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون چارواکي واېې، چې دوی ژمن دي چې د انتخاباتو وروستي نتایج په خپل وخت اعلان کړي.

له پخواني مهالویش سره سم دا نتایج باید د راتلونکې چهارشنبې په ورځ اعلان شي.

بل خوا فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتوموسسه د انتخاباتو د نتیجو په اعلان او څیړنو کې ځنډ د قانون خلاف عمل بولي.

ټاکل شوې وه، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د خپلو څیړنو نتایج د ثور په شلمه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته سپارلي وای خو تر ننه پورې دا کار ځنډیدلی دی.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ویلي، چې په نن او سبا کې به د خپلو څیړنو نتایج د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

ایا دا ځنډ به د دې سبب نه شي چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو د وروستیو نتایجو اعلان هم وځنډیږي؟!

دا پوښتنه مو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له ویاند نور محمد نور سره شریکه کړه، هغه وویل دا په دې پورې اړه لري چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون څه پریکړې کړي دي.

خو هغه وویل، تر اوسه د نتایجو د اعلان د ځنډیدو خبره مطرح نه ده او کمیسیون ژمن دی چې د ثور په څلورویشتمه یې اعلان کړي:

″تر اوسه پورې د ځنډ په اړه څه شتون نه لري ځکه چې مونږ په دې ژمن یو او هڅه کوو چې په خپل وخت د تقسیم اوقات سره سم وروستی نتیجې اعلان کړو،ولې بیا هم لومړی باید ددوی فیصلې وګورو چې حجم یې څومره او تعداد یې څو ته رسیږي؟

او بل دا چې په دې برخه کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له لوري څه اعتراض شته او کنه.″


ښاغلي نور وویل، چې که دوشنبې د ورځې تر پایه هم د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د خپلو څیړنو نتایجو ور ولیږي نو نتایج به په خپل وخت د راتلونکې چهارشنبې په ورځ اعلان کړي.

د یکشبنې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون اعلان وکړ، چې د لومړنی نتایجو په ځنډ سره اعلان او د شکایتونو د حجم زیاتوالی ددې سبب شوی چې دا کمیسیون ونه شي کولای د خپلو څیړنو ورستی راپور د ثور په شلمه د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.

دې کمیسیون ته د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه ټول شاوخوا دوه زره شکایتونه ور رسیدلي وو.
کله چې ددې څیړنو نتایج د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورسیږي هغوی یې باید په خپل ډيټابیس کې داخلې کړي او د هغې پر اساس بیا د انتخاباتو وروستي نتایج اعلان کړي.

بل خوا فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتوموسسه د انتخاباتو نتیجو په اعلان او څیړنو کې ځنډ د قانون خلاف عمل بولي او وایې چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون باید په بشپړ ډول له مهالویش سره سم کار وکړي.

د دې بنسټ ویاند فهیم نعیمي په دې اړه ازادی راډيو ته وویل .

″نن چې د ثور دوه ویشتمه ده او تر اوسه د شکایاتو کمیسیون له خوا فیصلې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ندي سپارل شوي ، په هر صورت زمونږ غوښتنه د دې دواړو کمیسیونونو څخه دا ده چې دوی باید د انتخاباتو تقسیم اوقات ته بشپړ احترام وکړي او کوشش وکړي چې د انتخاباتو تقسیم اوقات تر پښو لاندې نه شي، نو وروستی نتیجې باید حتما د ثور په څلورویشتمه نیټه اعلان شي.″

که څه هم تراوسه وروستي نتایج نه دي اعلان شوي خو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ځینو مسولینو ویلي، چې ډیراحتمال دی چې د جمهوري ریاست انتخابات دویم دور ته ولاړ شي.

د دې کمیسیون چارواکو ویلي، چې که انتخابات دویم دور ته ولاړ شي نو له تخنیکي پلوه یې له قانون سره سم په دوو اونیو کې ترسره کول ستونزمن کار دی او ښايي د ثورپه څلورویشتمه دویم دور انتخابات وشي.
XS
SM
MD
LG