د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۶ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۱۸

سوريه: د اسد د برلاسۍ ٧ دلايل

د سوريې ولسمشر بشار الاسد
د سوريې ولسمشر بشار الاسد
په سوريه کې له درې کلنې جګړې سره- سره د بشارالاسد رژيم څنګه توانېدلى لا هم پر قدرت پاتې شي؟

دوه کاله مخکې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د واک نسکورېدل هر چا ته ممکن ښکارېدل.

د پوځ له ځپونکو اقداماتو سره- سره لا هم خلک په پراخو حکومت ضد مظاهرو کې برخه اخلي او ياغيان خپله جګړه پلازمېنې دمشق ته غزوي، ان چې په يوه امنيتي غونډه کې يو بم ځاى پرځاى کوي او د ولسمشر د مېرمنې د ورور په ګډون نور عالي رتبه چارواکي په کې وژني.

د اسوشېټېد پرېس اژانس د تحليل له مخې، غربي مشرانو اټکل کړى و، چې اسد به په څو مياشتو کې له واک څخه وپرځول شي، خو اوس څوک هغسې فکر نه کوي.

اسد راتلونکو انتخاباتو ته ځان تياروي او هڅه کوي اووه کاله نور هم په واک کې پاتې شي.

اسوشېټېد پرېس زياتوي: داسې ښکاري چې دغه ٤٨ کلن رهبر د سوريې په درې کلنه کورنۍ جګړه کې لاسبرى و.

دا چې اسد څنګه وتوانېد د سوريې په کورنۍ جګړه کې د جنګ تحرک او لورى په خپل کنټرول کې ولري، اسوشېټېد پرېس اژانس ورته په تفصيل کتنه کړې ده.

اژانس ليکي: لومړى- لبنانۍ ډله حزب الله چې د ايران ملاتړ ورسره دى، له خپلو زرګونو تجربه کارو جنګياليو سره د ٢٠١٣م کال په نيمايي کې په څرګنده د سوريې جګړې ته داخله شوه.

دويم، دا چې د جګړې په لومړيو کې له حکومت څخه د ځينو پوځي افسرانو له جلا کېدو سره- سره د سوريې پوځ بيا هم يوموټى پاتې شو او د دې تحليل پر اساس، د اسد او د هغه د مرستيالانو ترمنځ کوم جدي درز نه ښکاري.

د اژانس د تحليل له مخې، درېيم دليل دا دى چې جګړه نامتوازنه ده. په دې معنى چې د سوريې حکومت له خپل هوايي ځواک څخه کار اخيستى او د مخالفانو سيمې يې ځپلي او د دوى په وړاندې يې له منفجره موادو هم کار اخيستى دى.

که څه هم د اسد د رژيم مخالفانو په وار- وار له نړيوالې ټولنې د وژونکو وسلو غوښتنه کړې ده، خو دغه وسلې نه دي ورکړل شوي، دغه ټولنه وېره لري چې دغه مهمات ښايي سخت دريځو وسلوالو ته په لاس ورشي.

له بلې خوا د امريکا ولسمشر بارک اوباما هڅه کړې چې په افغانستان او عراق کې تر يوې لسيزې جګړې وروسته امريکا يوې بلې جګړې ته له داخلېدو راوګرځوي.

د اسد د برلاسۍ څلورم دليل د سوريې له خوا د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو موافقه ګڼل شوې ده.

د سوريې کليدي ملاتړې روسيې په ٢٠١٣م کال کې منځګړيتوب وکړ او د سوريې د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو يو تړون يې ايجاد کړ او په دې توګه يې پر سوريې د امريکا د پوځي حملې مخه ونيوله.

د منځلارو په وړاندې جهاديان د اسوشېټېد پرېس په باور پنځم دليل دى چې اسد يې برلاسى ساتلى دى.

د تحليل له مخې، د سوريې ازاد پوځ چې د مخالفو ډلو چتر ګڼل کېده، له مخکې سره پاشل شوى و او لوېديځ يې ملاتړ کوي، خو د نويو جنګي ډلو او هغو توندلارو وسلوالو په ظهور سره چې له القاعده څخه يې الهام اخيستى خپله ورځ ښه نه ګڼي. له بلې خوا منځلارو مخالفانو پر امريکا او متحدانو خپل باور بايللى دى.

شپږم دليل محاصره او روغه جوړه ده، چې د سوريې په درې کلنه جګړه کې د اسد دريځ قوي ښيي.

روانه اوونۍ له حُمص څخه د سلګونو ياغيانو وتل، په جغرافيايي لحاظ د سوريې په مرکز کې د اسد دريځ قوي کوي، له دې سيمې کېداى شي د سوريې په شمال کې د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمو باندې د حملو لپاره کار واخيستل شي.

له بلې خوا د اوربند موافقه، د سوريې د حکومت يو بل تاکتيک ګڼل کېږي. په دې معنى چې د سوريې حکومت هڅه کوي په دې توګه ياغيان اړ کړي چې خپلې وسلې حکومت ته وسپاري او محاصره ماته کړي.

په تحليل کې اووم دليل د ياغيانو په مالي ملاتړو کې جنجال ښوول شوى دى.

عرب تمويلوونکي د سوريې ياغيانو ته د مرستو د څومره والي او څرنګوالي په اړه جنجال لري. په دې موده کې د سعودي عربستان او قطر ترمنځ کړکېچ ډېر څرګند و.

سعودي عربستان او متحدان يې قطر، سخت دريځو جنګياليو ته د وسلو په لېږلو تورنوي، هغو جنګياليو ته چې له منځلارو ياغيانو سره په جګړه بوخت دي.
راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG