د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۹ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۹

د پکتيا قومي مخور: واقعاً شکايتونو کميسون خپل مسوليت ادا کړ


د پکتيا يو شمېر قومي مخور او د ولایتي شورا نوماندان د پکتيا شکايتونو کميسون د وروستيو پرېکړو څخه خوښ دي او د يوې قومي غونډې په ترڅ کې يې د دې کميسون چارې وستايلې.

د پکتيا ولايتي شورا يو شمېر نوماندانو د شکايتونو د خپلواک کميسون چارې وستايلې او ويې ويل چې په ډېر ښه ډول يې خپل رسالت پر مخ بيولی، پاکې او ناپاکې رايې يې سره جلا کړي دي.

د پکتيا ولايتي شورا له پاره کانديد او قومي مشر حبيب الله مستعان وويل چې د شکايتونو دخپلواک کميسون پرېکړې دوی ته د منلو وړ دي او د دې ترڅنګ چې مني يې دوی يې د چارو او وروستيو پرېکړو ستاينه کوي :

” موږ د ټاکنو د شکايتونو د خپلواک کميسون څخه مننه کوو، چې د پاکو او ناپاکو رايو د بېلولو له پاره يې جدي ګام واخيست، موږ يې د چارو ستاينه کوو او مننه ترې کوو چې دوی خپل کارونه په ښه ډول پرمخ بيولي او د چا تر تاثير لاندې نه دي راغلي،واقعاً دوی خپل رسالت او مسوليت ادا کړ “

نوموړي دا هم وويل چې د شکايتونو کميسون څو ورځې وړاندې د پاکو او ناپاکو رايو د بېلولو په لړۍ کې د ۱۸ مرکزونو رايې چې درغلي پکې ثابته شوه او رايې باطلې شوې پر ځای ګام وو.

د ولايتي شورا ځينو نورو نوماندانو هم د دې کميسون چارې وستايلې او ويې ويل چې دوی ته ډاډ پيدا شوی چې واقعي او غېر واقعي رايې به سره بېلې شي.

د ولايتي شورا يو بل نوماند سردارخان ملنګ زوی وويل پرمختګ هغه وخت شونی دی چې پاکې رايې له ناپاکو هغو بېلې شي څو سمې او ټولمنلې پایلې را برسېره شي او له دې لارې وړ کسان د ولايتي شورا څوکيو ته لار پيدا کړي.

”د ټاکنو د شکايتونو خپلواک کميسون ډېر ښه اقدام کړی، که زما وي او يا د بل کانديد هغه ټولې رايې چې صندقونه ډک شوي او په درغلۍ اخيستل شوې رايې دي بايد له منځه ووړل شي، تورې او سپيني رايې سره جلا شي او وړ کس ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي“

د ولایتي شورا نوماندان دا هم وايي چا چې په ټاکنو کې درغلي کړې وي، که د ټاکنو کارکوونکي وي او یا بل څوک محاکمه دې کړل شي او په بیا ځلې ټاکنو کې باید ورته دنده او يا د کانديداتورۍ اجازه نه ورکول کيږي.

د خلکو د دې ستاينې په اړه په پکتيا کې د شکايتونو د خپلواک کمېسیون سیمه ئیز دفتر د دارلانشاه مسول بشیر بهرام له نوماندانو مننه وکړه او ويې ویل چې تر اوسه پورې يې خپل کارونه په بې پرې، قانوني او بې کومې وېرې پرمخ بيولي او لا به هم په همدې ډول مخته ځي.

” موږ قانون پلی کړی، له چا نه ډارېږو، خپلې چارې په سم ډول د قانون په چوکاټ کې مخ ته بيا يو او د هېچا د زور او زر پروا نه ساتو او حق به حقدار ته سپارو “

دا په داسې حال کې ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ د ولایتي شورا د یوه نوماند پلویانو، چې د درغلیو د ثابتېدو پر بنسټ يې زیات شمېر رايې باطلې شوې وې، اعتراض کړی و او دا يې یوه ناسمه چاره بللې وه.
په پکتیا کې تر اوسه د رائ ورکونې په ۳۵ مرکزونو چې کابو ۹۰ صندوقونه کیږي شکایتونه شوي چې له جملې يې د ۲۵ محلونو رايې باطلې ګڼل شوې دي.

د يادولو وړ ده چې د پکتيا ولايتي شورا ۱۵ څوکيو له پاره ۶۳ کسانو ځانونه نومولي وو، چې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو دلومړنيو پایلو د اعلان وروسته به چې د غبرګولي په ۱۷ مه اعلانيږي معلومه شي څوک د دوی له ډلې دې څوکيو ته لار پيدا کوي.

راپور – داود تپان- پکتيا
XS
SM
MD
LG