د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۸

د ۴۴۴ محلونو په اړه د انتخاباتي کمیسینونو ضدو نفیض څرګندونې


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تمه لري، چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به ژر د هغو څلور سوو څلور څلویښتو نورو محلونو په اړه هم پریکړه وکړي، چې جدي ستونزې لري.

خو بل خوا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، چې دا مساله د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر اوسه رسماً دوی ته نه ده راجع کړې.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د چهار شنبې په ورځ هم د پنځه سوو پنځه ویشتو محلونو څه باندې دوه لکه او څلور دیرش زره رایې باطلې اعلان کړې.

د څلور سوو څلور څلویښتو نورو محلونو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون چارواکې ضدو نقيضې څرګندونې کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکې وايي، دا هغه محلونه دي چې جدي ستونزې لري او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته د څیړنو لپاره راجع شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې محلونو رایې نه دي شمېرل شوي او په لومړنیو نتایجو کې شاملې نه دي.

تردې مخکې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون پریکړه تایید کړې وه چې د پنځه سوو پنځه ویشتو محلونو رایې یې بې اعتباره ګڼلې وې.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د چهارشنبې د ورځې په علني غونډه کې د دې محلونو څه باندې دوه لکه او څلور دیرش زره رایې باطلې اعلان کړې.

خوکه له یوې خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکې د څلور سوو څلور څلویښتون نورو محلونو په اړه د انتخاباتي شکایتونو پریکړې ته سترګې پر لار دي، د شکایتونو کمیسیون وايي، دا مساله دوی ته له سره نه ده راجع شوې.

د انتخاباتي شکایتون د کمیسیون غړي او ویاند نادر محسني په دې اړه وویل:

″د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تر اوسه په دې اړه د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه څه نه دي ترلاسه کړي او که د انتخاباتو له خپلواک کمیسیونه نور موارد هم ترلاسه شي، د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون به یې په اړه پریکړې وکړي.″

ښاغلي محسني وویل، چې راتلونکې اونۍ د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون له سره خپلې علني غونډې پیلوي چې لومړی به د مرکز زون شکایتونه وڅیړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون څه کم دوه اونۍ وخت لري ترڅو په انتخاباتو کې د درغلیو او سرغړونو ادعاوې وڅیړي او بالاخره د جمهوري ریاست د انتخاباتو وروستي نتایج د ثور په څلورویشتمه نیټه اعلان شي.
XS
SM
MD
LG