د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

پکتيا: په يوه ولسوالۍ کې ۲۵ صندوقه رايې باطلې شوې


په پکتيا کې د ولايتي شورا د کانديد ښايسته جان احدي رايې د ټاکنو د قانون د څلورشپېتمې او پينځه شپېتمې مادې پر اساس باطلې اعلان شوې دي.

په پکتيا کې د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو کميسون مسولينو د پنجشنبې په ورځ ماذديګر مهال د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې، د ولايتي شورا د فعال رييس ښايسته جان احدي ۲۵ صندوقه رايې يې باطلې کړې دي.

دوئ په نوموړي تور پورې کړ چې د شکايتونو د اورېدو کميسون له يو کمېشنر څخه يې غوښتي دي چې د لجې منګل ولسوالۍ د صندقونه رايه دې ورته د پيسو په بدل کې وساتي .

د ټاکنو د شکايتونو د اورېدو کميسون د پکتيا ولايت د دارالانشا مشر محمد بشير بهرام د ټاکنو د قانونو د مادو پر اساس د ښايسته جان احدي رايې باطلې اعلان کړې :

”د ۱۳۹۳ لمريز کال د ولايتي شورا ټاکنو ته کانديد او د اوسنۍ ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي رايې د انتخاباتو د قانون د څلورشپېتمې او پنځه شپېتمې مادې پر اساس باطلې دي“

د بهرام په خبره ښايسته جان احدي د ده له يو کمېشنر څخه غوښتي دي چې د پيسو په بدل کې دې د دوئ رايې نه باطلوي:

”د دې کانديد يو کس چې په هماغه ولسوالي کې د پوهنې مدير دی ، د قانون له مخې د ناظرينو په کتار کې بايد نه وی ولاړ ، خو په ډېر بې شرمانه ډول هلته ولاړ و، غوښتل يې چې د انتخاباتو د کميسون پر ضد خلک تحريک کړي او پروسه خرابه کړي ، خو د انتخاباتو د کارکوونکو له خوا له هغه ځای څخه ووېستل شو، همدې کس زما کميشنر تعقيب کړی دی ، له کانديد سره يو ځای مېلمستون ته ورغلی له هغه وروسته يې په ښار کې له کميشنر څخه د پيسو په بدل کې ياده غوښنه کړي ده“

د پکتيا د ولايتي شورا رييس ښايسته جان احدي د باطلو رايو په اړه بې خبري وښووده او زياته يې کړه ، که چېرې داسې شوي وي، د سپيناوي او ثبوت حق لري ، او د کره اسنادو په صورت کې به يادې پرېکړې ته غاړه کېږدي.

نوموړی وايي که چېرې داسې نه وي دا د خلکو رايې ته په سپکه سترګه کتل دي او اولس په خپل قوي عزم د خپلې رايې د دفاع حق لري.

احدي په ده لګېدلي تورونه رد کړل چې د کوم کميشنر يا د شکايتونو د کميسون کوم غړي ته يې د پيسو وړانديز کړی وي ، نوموړی وايي ؛ که چېرته کوم کميشنر يا کوم بل چا دا خبره ثبوت کړه دی به يې ومني:

”که چېرته په ما لګېدلي تورونه ثبوت نه شول زما او زما د ټيم د توهينولو په اړه بايد زموږ د حيثيت اعاده وشي“

دا لومړی ځل دی چې په پکتيا کې په يوه ولسوالي کې په دومره لويه کچه د يو داسې کانديد رايې باطلې اعلانېږي چې ، په دا ځل ټاکنو کې يې وار له مخه د زياتو رايو خپلولو ادعا کړې وه.

راپور – داود تپان- پکتيا
XS
SM
MD
LG