د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۴ تله ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۳۵

​په ايران کې درې کسان د قتل په تور اعدام شول


په ایران کې درې تنه د شنبه په ورځ د یوه څارنوال د وژني په جرم اعدام شول. دغه څارنوال د قاچاق وړونکو شبکو پر ضد مبارزه کوله .

دغه درې کسان د شنبه په سهار د خلکو مخ ته زندۍ شول .

د موسی نوري کورنۍ او د زابل ښارګوټي اوسیدونکي هم د حاضرو کسانو په منځ کې وو.

موسی نوري هغه څارنوال و چې د مخدره موادو دقاچاق وړونکو شبکو په وړاندې یې سخته مبارزه کوله .

نوموړی د نومبر په میاشت کې د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کې ووژل شو.

دغه درې کسان د سترې محکمې تر حکم وروسته په هماغه سیمه کې اعدام شول چې نوري په کې وژل شوی وو .

د ایران د دولتي خبري آژانس ایرنا د راپور له مخي نوري او موټر چلوونکی یې په ډزو وژل شوي وو .

جیش العدل چې په ایران کې د یوې سني مذهبه افراطي ډلې په توګه پیژندل شوې ، د نوري د وژلو مسولیت منلی و .

جیش العدل ویلي چې نوري یې د ایران د حکومت له لوري د سنیانو د اعدامونو په انتقام کې وژلی دی .

خو ایراني چارواکي بیا دا اعاوي ردوي او وایې چې پر موسی نوري برید د مخدره موادو د قاچاق وړونکو لخوا شوی و.

د مخدره موادو قاچاق وړونکي د افغانستان او پاکستان د دښتو او غرونو له لارې ایران ته مخدره مواد قاچاق کوي .

د ملګرو ملتونو سازمان وایې د ۲۰۱۴ میلادي کال له پیله تر اوسه په ایران کې تر ۱۷۰ ډیر کسان اعدام شوي دي .

د دغه سازمان سرمنشي بانکي مون په مارچ میاشت کې هم په ایران کې د اعدامونو د ډیریدو له کبله اندیښنه ښودلې وه .

بانکي مون ویلي چې یوازي تیر کال په ایران کې لږ ترلږه ۵۰۰ کسان اعدام شوي دي چې ۵۷ تنه یې د خلکو په حضور کې زندۍ شوي .
XS
SM
MD
LG