د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

شمال ختيځ کې د خلکو ژوند طالبانو نه بلکې جنګسالارانو ترېخ کړی


د افغانستان د نورو سيمو په پرتله چيرته چې وسله وال زياتره وخت بريدونه او چاودنې کوي، پروان او کاپیسا کې امنیت او ثبات نسبتا ښه دی. طالبان دلته قوي حضور نه لري.

خو د دې سره سره د دې ولايتونو ځينې اوسيدونکي وايي چې دوی به د حمل په شپاړسمه انتخاباتو کې رايه نه اچوي ځکه چې دوی دغلته له جنګسالارانو ويريږي.

طالبانو ښکاره ويلي چې انتخابات به ګډوډوي خو په کاپیسا او پروان ولايتونو کې جنګسالارانود جمهوري رياست او ولايتي‌شوراګانو په انتخاباتو کې د نه ګډون په اړه خلکو ته کوم ښکاره اخطار نه دی ورکړی.

دوی خلکو ته وايي چې رايې وکاروئ خو يوازې هغه کانديدانو ته چې د دې جنګسالارانو خوښ دي.

د کاپیسا د کوه بند ولسوالۍ يو اوسيدونکی وايي چې نه يې غوښتل د احتمالي حملې له وجې يې نوم واخيستل شي، وايي جنګسالاران د مختلفو کانديدانو ملاتړ کوي. هغه زياته کړه:

ځينې وسله والې ډلې وايي چې موږ دې دغه يا هغه کانديد ته رایه ورکړو. هغه خلک چې د دوی په سيمو کې اوسيږي، د دې جنګسالارانو د خوښې کانديدانو ته له رايو ورکولو پرته کومه چاره نه لري. د طالب وسله والو او دوی تر منځ‌ هيڅ فرق نشته.

د کوه بند ولسوالۍ خلک تور لګوي چې دوه مخالف جنګسالاران، ګل ناظم او ضابط وکيل په خلکو کې ويره خپره کړې.

د کاپيسا والي ‌وياند محراب الدين ساپی مني چې دغه جنګسالاران غير قانوني وسله والې ډلې لري خو ژمنه کوي چې چارواکي به خپل پوره وس وکړي چې رايه اچونه کې د دې خلکو د مداخلې مخنيوی وکړي.

هلته په پروان ولايت کې ځايي اوسيدونکی وايي‌جنګسالاران د جمهوري رياست له انتخاباتوسره دومره علاقه نه لري او غواړي ولايتي شورا ته يې د خوښې کانديدان راشي.‌

د پروان يو شل کلن اوسيدونکی چې نه غواړي‌نوم يې واخيستل شي وايي‌ ډير کليوال يې د قوماندان نصرالدين په نامه يو جنګسالار تر کنټرول لاندي دي.

‌د هغه په وينا قوماندان نصرالدين پر خلکو زور راوړي چې دولايتي شورا د يو مشخص کانديد غونډې ته ورشي او هغه د ځينو نورو کانديدانو پر غونډو بريدونه کړي او ګډوډې يې کړي يې دي.

زه د اشابه کلي ته نيژدې د يوې حملې عيني شاهد يم. زه او زما پلار په موټر کې روان وو چې د نصرالدين خلکو د مخالفه کانديد د کمپاين يو سړی واهه. زما پلار غوښتل چې مداخله وکړي خو قوماندان نصرالدين راته وويل. دلته زما واک دی. زه په دې ځای کې هم حکومت يم او هم طالبان او ملي‌امنيت!. ته دلته هيڅوک کمپاين ته نه شي راوستلی. دې ځای کې به يوازې يو کانديد او يو کمپاين وي

د پروان دا اوسيدونکی زيانوي چې په داسې حالاتو کې د رايې ورکول مانا نه لري نو ځکه به رايه نه استعمالوي. د هغه په وينا دا انتخابات عادلانه نه دي.‌

خو د پروان والي عبدالبصير سالنګي دا ردوي چې ځايي جنګسالاران انتخاباتو ته کوم خطر پيښوي. هغه وايي.‌

هر څه زموږ تر کنټرول لاندې دي. موږ به هيچا ته اجازه ورنه کړو چې رايه ورکونکو ته دا اخطار ورکړي چې د هغه د خوښې کانديد ته رايه ورکړئ

د ځايي جنګسالارانو تر څنګ د پروان او کاپيسا اوسيدونکي له يوې بلې ستونزې هم شکايت لري. دوی وايي که څه هم د کمپاينونو وخت په رسمي توګه ختم شوی خو لا هم د کانديدانو پوسټرونه په کوڅو او تعميرونو ښکاري.او ځينو خو يې په ترافيکي اشارو خپل پوسټرونه لګولي.

ملالۍ بشير
XS
SM
MD
LG