د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۷ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۸

په پکتيا کې حد اکثر دوه سوه لس زره رايه کارول شوې


د پکتيا قومي مشران د حزبونو ولايتي مسولين او د ولسي جرګې استازي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين مسولين وايي، چې په دې ولايت کې حد اکثر دوه سوه لس زره رايه کارول شوې او که له دې څوک اضافه حسابوي ښايي په رايو صندقونو کې حکومتي چارواکو لاسوهنه کړې وي.

د پکتيا قومي مشرانو، د حزبونو ګډې جرګې او په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازو د يوې خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې په ولايت کې يې د کره شواهدو پر اساس حد اکثر دوسوه لس زره رايې کارول شوې دي.

دوی په دې خبري ناسته کې وويل، چې ځينو حکومتي چارواکو وروسته له پينځو بجو په محلاتو کې مداخله کړې او په غير قانوني ډول د رايې ورکونې مرکزونو ته داخل شوي دي.

په ولسي جرګه کې د پکتيا د خلکو استازي او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاين مسول ګل بادشاه مجدي په دې خبري ناسته کې رسنيو ته وويل چې د ولايت مقام د دفتر ريس حشمت يوسفي له پينځو بجو وروسته د رايو مرکزونو ته په غير قانوني ډول داخل شوی دی.

ده وويل، چې دوی ته په ټول ولايت کې د ورسپارل شويو پاڼو له مخې جمع شوې رايې څرګندوي چې په دې ولايت کې حداکثر دوه سوه لس زره رايې کارول شوې دي:

″موږ ته چې کوم اسناد د ټاکنو کميسون له لوري راکړل شوي حد اکثر دوه سوه لس زره رايه کارول شوې ده، خو چې له دې اضافه اعلانيږي موږ شواهد لرو چې چارواکو تقلب کړی دی″

نوموړي دا هم وويل، چې که د ټاکنو کميسون له دې اضافه رايې حسابوي نو د پکتيا مېشت ولسونه يې په پايلو کې د ولايتي حکومتي ادارې لاسوهنه ګڼي او دوی به د پکتياوالو له شفافو رايو څخه دفاع وکړي.

د ټاکنو کميسون مشر رحمت الله حقمل ازادۍ راډيو سره په ټليفوني خبرو کې وويل چې په ولايت کې يې د ساحوي کارمندانو د شمېرو له مخې دوسوه پنځوسو زرو شاوخوا رايه کارول شوې.نوموړي وويل:

″په پکتيا کې دوه سوه اووه پنځوس زره رايه کارول شوې، که دوی مشکل لري شکايتونه دې ثبت کړي او بيا به هغوی برسي وکړي او مشکل به حل شي″

نوموړي دا معلومات په داسې حال کې ازادۍ راډيو سره شريک کړل چې تېره ورځ ځينو رسنيو ته د ټاکنو کميسون له لوري په لومړنيو معلوماتو کې ويل شوي وو چې په ټوله پکتيا کې شاوخوا درې سوه زره رايه کارول شوې ده.

موږ هڅه وکړه چې د پکتيا والي جمعه خان همدرد د دفتر پر ريس د لګېدلو تورونو په اړه هم د ولايت مقام د مسولو چارواکو نظر ترلاسه کړو ولې له پرلپسې هڅو سره، سره يې د نظر په اخيستولو بريالي نه شو.

راپور – ازادۍ راډيو- پکتيا
XS
SM
MD
LG