د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۸ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۳

افغان انتخابات د کابل او واشنګټن ترمنځ اړيکي نوی کولای شي


د اسوشېټډ پريس خبري رسنۍ وايي:

د افغانستان انتخابات د امريکا لپاره يو نوی فرصت ثابتېدلی شي چې دا هېواد له کابل سره خپلې اړيکې، چې د تېرو دولسو کلونو په اوږدو کې د جنګ او ولسمشر کرزي او سپيني ماڼۍ ترمنځ د پرله پسې مخالفتونو له وجې زیانمنې شوې وې، له سره سمي کړي.

په داسې حال کې چې ډيرو امريکايانو دا هيله پرې ايښې ده، چې افغانستان ته سوله راتلی شي، په زرګونو افغانان د خپلې خوښې کانديدانوغونډو ته ورغلل.

داسې انګېرل کيږي، چې په انتخاباتو کې به درغلی او تاوتريخوالی وي، خو څوک په بشپړه توګه نه شي ويلای چې څومره.

که چېرې افغانان د انتخاباتو نتايج باوري او معقول وګڼي، دا به د امريکا لپاره د افغانستان سره، د خپلو اړيکو د سمولو لپاره يوه نښه وي چې اوس يې هم ۲۱۷۶ عسکر په افغانستان کې شته.

د اسوشيټډ پريس خبري اژانس د امريکا دفاع وزارت د پاليسي د برخې پخوانۍ دوهمې مسولې ميشل فلاورني له خولې وايي:

″دا به زموږ د اړيکو يو نوی فصل وي – موږ پرځای د دې چې خپله توجه په يوه شخص مرکزوو، باید وتوانېږو چې خپلو ګډو ستراتېژيکو ګټو ته پام وکړو.″

کرزي په دې ورستيو کې پر امریکا نيوکه کړې ده، چې امريکا د ده هېواد ته په سوله راوستلو کې پاتې راغلې ده.

د کرزي او امريکا ترمنځ اړيکي تیرکال هغه وخت ډيرې خرابې شوې، چې ولسمشرکرزي د سولې تړون له لاسليکولو ډډه وکړه.

د دې تړون له مخې به د ناټو لس زره سرتیري له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې پاتې کيږي.

دا عسکربه افغان سرتيري روزي او دوی ته به مشورې ورکوي.

د افغانستان د ولسمشرۍ لپاره ټولو کانديدانو ویلي دي، چې د سولې تړون به لاسليک کوي او ظاهراً داسې ښکاري چې کرزی نه غواړي چې د سولې تړون لاسليک د ده په نامه پاتې شي.

اسوشيټډ پريس په فرانسې او کاناډا کې د افغانستان پخواني سفيرعمر صمد له خولې وايي، چې نوی ولسمشربه امريکا او نور نړېوال هېوادونو ته وواېي، چې په سيمه کې د تروريزم او افراطيت مخه ونيسي په خاصه توګه په پاکستان کې د تروريستانو خوندي ځايونه په نښه کړي.

د اسوشيټډ پريس په وينا اوباما به د دريو مخ کښو کانديدانو سره مخ وي، چې د ماليې پخواني وزيراشرف غني احمدزی، د کرزي د ۲۰۰۹ د انتخاباتو سيال عبدالله عبدلله او د بهرنيو چارو پخوانی وزير زلمی رسول دی.

اسوشيټډ پريس د امريکا پخواني ولسمشرجارج بوش د دورې د امنيت مشاور له خولې ليکي، چې له دې انتخاباتو سره کيدای شي چې په امريکا کې دننه په خلکو کې يو عمومي توافق رامنځ ته شي چې د دوی هېواد بايد له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
XS
SM
MD
LG