د انتخاباتو د خپلواک کميسيون د رسنيو مرکز وايي، په ولايتونو کې د محلونو په کچه د رايو شمېرل پيل شوي دي.
د کورنيو چارو وزير به په څو دقيقو کې په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې برخه واخلي او د انتخاباتو پر امنيتي تدابيرو به خبرې وکړي.
د ازادۍ راډيو خبريال وايي د غزني په ناوې ولسوالۍ کې انتخابات نه دي شوي.
په افغانستان کې د رایې ورکونې پروسه ختمه شوه.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارلانشا رییس ضیاالحق امرخیل په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د رایې ورکونې پروسه په ټول افغانستان کې د مازدیګر په پنځو بجو ختمه شوه، خو هغه خلک چې لا هم د رایې ورکونې لپاره په مرکزونو کې انتظار باسي کولای شي خپلې رایې ورکړي.
ښاغلي امرخیل وویل، چې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون ډېر زیات و او دوی په ځینو مرکزونو کې د رایې شمېرنه پیل کړې او هیله من دي چې په منظمه توګه د رایو صندقونه بېرته انتقال شي.