نن د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري شپاړسمه د ۲۰۱۴ م کال د اپریل پنځمه په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول.
له ننګرهاره:
په ننګرهارکې د ازادي راډیو خبریال شا محمود شینواري هم وايي، خلک د رایو ورکولو مرکزونو ته د اوو بجو سره سم ور رسیدلي او رايي ورکول پیل شوې دي.
زموږ خبریال وايي، چې په جلال اباد کې هم سخت امینتي تدابیر نیول شوي دي، پولیس ځای پرځای تالاشۍ کوي او د هوا له لارې هم الوتکې ګزمې کوي.

د رايي ورکولو بهیر د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سهار په اوو بجو پیل شو
د ولسمشرې او ولایتي شوراګانو لپاره د رايي ورکولو بهیرد کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د سهار په اوو بجو پیل شو.
په کابل کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د انتخاباتو کمیسون به نن د دولسو بجو پر مهال خبریالانو ته د رای ورکولو تازه معلومات ورکړي او بیا به مازیګر شپږ بجې کله چې د رایو ورکولو بهیر پای ته ورسیږي د انتخاباتو خپلواک کمیسون به یوځل بیا په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته د رایي ورکولو د ورځې په اړه معلومات ورکړي .
په کابل کې د ازادۍ راډیو خبریال زبیر ژمن وايي، چې د رايي ورکونکو د امنیت لپاره په کابل ښارکې کلک امنیتي تدابیر نیول شوې او ځای پرځای امنیتي ځواکونو د تالاشیو پوستي جوړي کړي او د ښارځینو سیمو ته د موټرو په ورتګ بندیز لګیدلی دی.

په کندهار کې لا د اوو بجو سره سم د رايي ورکولو بهیر نه و پیل شوی
له کندهار څخه د ازادي راډیو خبریال صدیق ريښتینی وايي، د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د سهار په اوو بجو د انتخاباتو د مرکز مخې ته خلک د رايي ورکولو په کتار کې ولاړ دي، خو لا د اوو بجو سره سم د رايي ورکولو بهیر نه وی پیل شوی او خلک په انتظار ولاړ وو.