د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وايي، دا چې په ځینو مرکزونو کې د رایې ورکونې پاڼې ډېر ژر خلاصې شوې دوي ته یې ځیني شکونه پیدا کړل.
د دغه کمیسیون رییس عبدالستارسعادت له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، هر یوه انتخاباتي مرکز ته ۶۰۰ رایې پاڼې ویشل شوې وې، چې د ډکولو او اچولو پروسه یې لس ساعته وخت نیسي خو دا چې دا پاڼې په ځینو مرکزونو کې په څه کم پنځو ساعتونو کې خلاصې شوې باید وڅیړل شي.
ښاغلي سعادت وویل، داسې هم کیدای شي چې په دغو مرکزونو کې دې درغلۍ شوې وي خو دا مساله به د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره په ګډه جدا وڅیړي.

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.