د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۹:۵۹

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ازادۍ راډيو ته وويل افغان ځواکونو د انتخاباتو لپاره خپل ټول امنيتي پروګرامونه عملي کړل.
د کورنيو چارو وزارت وايي وسلوالو مخالفانو په کونړ، ننګرهار او غزني کې ځينې بريدونه وکړل، خو په خپلو پلانونو کې بريالي نه شول. په فارياب کې يو ځانمرګى ونيول شو، په غزني او سمنګان کې دوه تنه په بريد کې ناکام شول.
د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي، ځينو چارواکو په ټاکنو کې درغلي کړې ده.
په سمنګان کې ځينې کسان وايي په ځينو مرکزونو کې قلمونه نه وو چې خلک خپل کانديد په نښه کړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG