د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۳۱

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
په ننګرهار کې د ازادۍ راډيو خبريال شاه محمود شينوارى وايي. په دې ولايت کې هم د رايې ورکولو پاڼې کمې وې او خلکو ته ويل کېدل چې نژدې بل مرکز ته ورشي.
په باميان کې خلک وايي د رايې ورکولو لپاره يې يونيم ساعت په پښو مزل کړى دى.
په کونړ کې نن د بېلابېلو حملو له کبله ١٣ ټپيان او ٢ مړي روغتون ته انتقال شوي دي.
هلمند

په هلمند کې خلک شکايت کوي چې د رايې ورکولو مرکزونه کم او ګډونوال زيات وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG