په هرات کې د ازادۍ راډيو خبريال شاهپور صابر وايي په زرګونو کسان ونه توانېدل د راى پاڼو د کموالي له کبله په انتخاباتو کې برخه واخلي.
په کندهار کې د ازادۍ راډيو خبريال محمد صادق رښتينى وايي، په ٢٣٣ مرکزونو کې خلکو نن رايه ورکړه. ده درې ستونزې يادې کړې:
- ډېر مرکزونه ناوخته پرانيستل شول
- په ځينو مرکزونو کې راى پاڼې کمې وې.
- په ځينو مرکزونو کې مسلکي کارکوونکي کم وو.
- ډېر مرکزونه ناوخته پرانيستل شول
- په ځينو مرکزونو کې راى پاڼې کمې وې.
- په ځينو مرکزونو کې مسلکي کارکوونکي کم وو.
د کندهار چارواکي وايي د کندهار پر ځينو سرحدي ولسواليو راکټي بريدونه شوي، خو تلفات نه لري.
په دې ولايت کې دوه کسان يوه مشخص کانديد ته د درغلۍ په تور نيول شوي دي.
په دې ولايت کې دوه کسان يوه مشخص کانديد ته د درغلۍ په تور نيول شوي دي.
په بلخ کې د ازادۍ راډيو خبريال مجيب الرحمن حبيبزى وايي، په دې ولايت کې هم په انتخاباتو کې ځينې ستونزې وې.
- يوازې د ښار په منځ کې په ٨ مرکزونو کې راى پاڼې کمې وې. دا ستونزه په نورو ولسواليو کې هم وه.
ده وويل د ځينو مرکزونو د رايو شمېرل پيل شوي دي.
- يوازې د ښار په منځ کې په ٨ مرکزونو کې راى پاڼې کمې وې. دا ستونزه په نورو ولسواليو کې هم وه.
ده وويل د ځينو مرکزونو د رايو شمېرل پيل شوي دي.