په کابل کې د ازادۍ راډيو خبريالې سحر لېوال وويل، د انتخاباتو ګډونوالو خوښي څرګندوله چې په انتخاباتو کې برخه اخلي.
هالنډي او ډنمارکي چارواکو د افغانستان انتخابات وستايل او دا يې يوه تاريخي پېښه بللې ده.
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون رئيس عبدالستار سعادت ازادۍ راډيو ته وويل، نن دشپې له دوولسو بجو د شکايتونو د ثبتولو بهير پيلېږي او ٤٨ ساعته به دوام کوي.
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون رئيس عبدالستار سعادت ازادۍ راډيو ته وويل، د تېرو انتخاباتو بېباوريو هم پر اوسنيو انتخاباتو سيورى غوړولى و.