د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون رئيس عبدالستار سعادت ازادۍ راډيو ته وويل، د کندهار، کاپيسا، ميدان وردګ او نورو ولايتونو په اړه شکايتونه وررسېدلي او دوى يې څېړي.
د رايې ورکولو په مرکزونو کې د راى پاڼو خلاصېدو ته د شک په سترګه ګورو:
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون رئيس عبدالستار سعادت
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون رئيس عبدالستار سعادت
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د رسنيو په مرکز کې د ازادۍ راډيو خبريال اسد الله لودين وايي، د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ضيا الحق امرخېل يوه کنفرانس ته وويل، هغه کسان چې د رايې ورکولو د مرکزونو په وړاندې کتار دي، کولاى شي تر ٥ بجو وروسته هم خپلې رايې وکاروي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ضيا الحق امرخېل يوه کنفرانس ته وويل، د شپې له خوا په رايو کې د درغلۍ امکان نه شته.