باميان:
د باميان په مرکز کې د رايې ورکولو په ٣، په يکاولنګ کې په ٣ او په پنجاب ولسوالۍ کې په ٤ مرکزونو کې د رايو پاڼې له غرمې راهيسې خلاصې شوي دي. د باميان د انتخاباتو د خپلواک کميسيون مشر عزيز احمد رسولي هم دا مسئله تاييد کړې ده.

د نننيو انتخاباتو لومړني نتايج د غويي يا ثور پر اتمه اعلانېږي. وروستي نتايج به يې د غويي پر ٢٤مه اعلان شي.
که چېرې دغه انتخابات دويمې مرحلې ته لاړ شي، دويم ځلي انتخابات به د دوو مخکښو کانديدانو ترمنځ د غبرګولي يا جوزا پر اوومه وشي.
د کابل په خوشال مېنه کې د ازادۍ راډيو خبرياله ناجيه ساپۍ وايي، هغه رنګ چې د انتخاباتو لپاره کارېږي ژر پاکېږي. هغه وايي خلک د رايو کارولو ته په تمه دي خو دغه ډول ستونزه يې مخه نيسي.
د کابل پوهنتون استاد نجيب محمود ازادۍ راډيو ته وويل خلک په انتخاباتو کې ګډون ته زيات لېوال دي.