د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۲

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
په کاپيسا کې د ازادۍ راډيو خبريال احمد هنايش وايي، د اله ساى ولسوالۍ اوسېدونکي شکايت لري، چې هلته هېڅ انتخابات نه دي شوي که څه هم هلته کومه جدي ستونزه نه وه.
په تګاب کې د رايې ورکولو څلور مرکزونه تړلي دي، خلک اندېښنه لري چې ښايي درغلي شوې وي.
د کابل په دشت برچي سيمه کې د ازادۍ راډيو خبرياله وايي په ګڼو مرکزونو د رايې ورکولو پاڼې خلاصې شوي او د دغو مرکزونو مسوولينو خلک ځواب کړي.
نن غرمه شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار د میدان په شاوخوا سیمو باندې راکټي بریدونه شوي،چې یو راکـتی برید د عامو خلکو پر کور شوی،چې د سیمې د خلکو په خبره له امله يې دوه تنه زخمیان شوی او بل راکتی برید چی پر سړک لګیدلی دوه تنه نور هم زخمیان شوی دی خو د عامې روغتیا یو تن کارمند بیا وايي تر اوسه ورته لس تنه زخمیان ورته له بیلابیلو سیمو نه راوړل شوي دي. بلخوا یو تن خبریال د ښیوې په ولسوالۍ کې د ملي اردو لخوا نیول شوی و،چې ژورنالستیکي وسایل هم ترې اخیستل شوي،د یو څه وخت وروسته اوس يې راخوشې کړی دی بیرته راستون شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG