د هلمند په ګريشک ولسوالۍ کې د ازادۍ راډيو يو اورېدونکى وايي طالبان په ځينو سيمو کې خلک رايو اچونې ته نه پرېږدي.
په فرانسه کې د سياسي چارو کارپوه اکبر وردګ ننني انتخابات مهم ګڼي، ځکه دى وايي په لومړي ځل په افغانستان کې واک په سوله ييز ډول بل حکومت ته انتقالېږي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وايي:
بايد هڅه وشي، چې د رايې اچونې او شمېرنې په برخه کې يې د شفافيت اصل په جديت سره رعايت شي او هر هغه څوک چې درغلۍ کوي او يا له نورو سره د درغليو د ترسره کولو لپاره معاملې کوي، ولايتي اداره به يې بې له ځنډه په سخته قانوني سزا ورسوي.

په خيبرپښتونخوا کې مېشت افغان کډوال وايي د کورنۍ ګڼ غړي يې د رايې ورکولو لپاره افغانستان ته تللي دي.