په کابل کې د ازادۍ راډيو خبريال جمشېد حبيبزاده وايي، په وزير محمد اکبر خان سيمه کې يوه انتخاباتي مرکز ته ورغلى، هلته ګڼ کسان شکايت لري چې د رايو پاڼې خلاصې شوي او کارکوونکو ته ورته ويلي چې د رايو د کارونې لپاره بل مرکز ته ورشي.
د کابل پوهنتون استاد احمد ضيا رفعت وايي په انتخاباتي مرکزونو کې د رايو پاڼو خلاصېدل يوه جدي ستونزه ده.
د ټاکنو کمیسيون د معلوماتو له مخې په ټول ننګرهار کې ۴۹۸ مرکزونه په پام کې نیول شوي وو،چې د امنيتي ننګونو له امله یوازې ۱۱۵ مرکزونه نه وو فعال شوي او پاتې ۳۸۳ مرکزونه د جلال اباد په مرکز او ټولو ولسوليو کې فعاله وو،چې په ځينو کې پوره او په ځينو ناامنو ولسواليو کې بیا په شمار مرکزونه فعاله وو.
په تخار کې ځايي خلک وايي جدي امنيتي پېښه نه ده شوې او خلک له خپلو امنيتي ځواکونو راضي ښکاري.