د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ لړم ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۴۶

د ۱۳۹۳ل کال انتخابات

د رایه شمیرونو سره د انتخاباتو ژوندی بلاګ وتړل شو.
د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري یا حمل په شپاړلسمه چې د ۲۰۱۴ میلادي کې کال د اپریل له پنځمې سره سمون لري؛ سهار اووه بجې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخابات پیل شول؛ چې د همدې ورځې په مازیګر پای ته ورسېدل.
د کندهار اوسېدونکي وايي کومه امنيتي ستونزه يې نه ده ليدلې او خپلې رايې کاروي.
د سياسي چارو کارپوه عرب شاه چمتو وايي په روانو ټاکنو کې يوازنۍ ستونزه دا ده چې د مرکز او ولايتونو د ځينو مرکزونو د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
په پکتيا کې د ازادۍ راډيو خبريال ته خلکو شکايت کړى چې په ځينو ولسواليو کې دولتي چارواکي د انتخاباتو په پروسه کې مداخله کوي.
په انتخاباتو کې د درغلیو په تورشپږ تنه د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دا کسان په کابل، میدان وردګ او کندهار ولایتونو کې له سهار راهیسې نیول شوي.

اخوا د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون هم ټینګار وکړ، که چیرې کوم څوک په انتخاباتو کې درغلۍ وویني نو باید خپل شکایت ثبت کړي څو ژر تر ژره وڅیړل شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG