د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، چې انتخابات تردې دمه له کومې لویې امنیتي ستونزې پرته مخ ته روان دي.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمدایوب سالنګي په یوه خبري کنفرانس کې امنیتي راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې یو شمیر وسله وال مخالفین په بیلابیلو سیمو کې د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
ښاغلي سالنګي وویل د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې درې وسله وال مخالفین له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.
سالنګي زیاته کړه، درې وسله وال مخالفین هم په زابل ولایت کې د خپل ماین ښکار شول او په چاودنه کې ووژل شول.
ده همدا راز وویل، چې په کونړ ولایت کې له پولې هاغاړه د افغان او پاکستاني طالبانو تر منځ جګړه شوې چې په نتیجه کې یې پنځه طالبان وژل شوي او اته نور هم ټپيان شوي دي.

په جوزجان کې د ازادۍ راډيو خبريال عالم رحمانيار وايي، د مرکز په څو مرکزونو کې د رايو پاڼې خلاصې شوې دي.
په بلخ ولايت کې د ازادۍ راډيو خبريال وايي خلک د رايو پاڼو له نشتوالي شکايت لري.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون وياند نور محمد نور ازادۍ راډيو ته وويل، د امنيتي ستونزو له کبله ونه توانېدل٢١١ مرکزونه فعال کړي، خو د ده په خبره په ٦٠٠٠ نورو مرکزونو کې انتخابات روان دي.